د سېنېټ ډپټي چيئرمېن پارليمنټ لاجز ته د غېر متعلقه وګړو د ننوتلو ٬ د امنيتي خاميانو او د بنيادي آسانيو ناوړه صورتحال نوټس ٬ د سي ډي اے چارواكي او امنيتي افسران يۍ وغوښتل

اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) د سېنېټ دوهم ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر پارليمنټ لاجز ته د غېر متعلقه وګړو د ننوتلو ٬ د امنيتي خاميانو او د بنيادي آسانيو ناوړه صورتحال نوټس اخستلو سره د سي ډي اے چارواكي او امنيتي افسران په سمدستي توګه پارليمنټ هاؤس ته وغوښتل او هغوي څخه يۍ تفصيلي بريفنګ واخست۔ ده د سي ډي اے چارواكو او اېس پي سكيورټي ته هدايت وكړو چې …

اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) د سېنېټ دوهم ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر پارليمنټ لاجز ته د غېر متعلقه وګړو د ننوتلو ٬ د امنيتي خاميانو او د بنيادي آسانيو ناوړه صورتحال نوټس اخستلو سره د سي ډي اے چارواكي او امنيتي افسران په سمدستي توګه پارليمنټ هاؤس ته وغوښتل او هغوي څخه يۍ تفصيلي بريفنګ واخست۔ ده د سي ډي اے چارواكو او اېس پي سكيورټي ته هدايت وكړو چې هغوي دې په درې ورځو كښې بشپړ رپورټ وړاندے كړي۔ ډپټي چيئرمېن په پارلیمنټ لاجز كښ د امنيت په ناقصه انتظاماتو اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل چې د غېر متعلقه وګړو داخله نه يوازې د قواعد او ضوابط خلاف ورزي ده بلكې دا يو سنګين سكيورټي رسك هم دے۔ ده په لاجز كښې د رنګ روغن او پاور لفټونو په ناوړه حالت هم د غم او غصې څرګندونه كولو سره ووئيل دا د انتظامي غفلت ښكاره ثبوت دے۔ ډپټي چيئرمېن ټولو اړوندو ادارو ته درې ورځې كښې د رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو دغسې چې ټولې مسلې په سمدستي او مؤثر ډول حل كړې شي

مزید خبریں