اسلام آباد۔4مئي (اے پي پي ) د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي (این ډي ایم اے ) نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر د راروانو 12 نه تر 24 ساعتو د برېښنا ګرز ګړوز سره د باران او ږلۍ ورېدو خبر دارے جاري كړے دے ۔ د ګل په ورځ د این ډي ایم اے نه جاري بیان ترمخه موجودہ صورتحال د این اي او سي د اړخه د 3 نه تر 4 …
اين ډي ايم اے د راروانو 12 نه تر 24 ساعتو د برېښنا ٬ سيلۍ سره د باران او ږلۍ خبردارے جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مئي (اے پي پي ) د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي (این ډي ایم اے ) نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر د راروانو 12 نه تر 24 ساعتو د برېښنا ګرز ګړوز سره د باران او ږلۍ ورېدو خبر دارے جاري كړے دے ۔ د ګل په ورځ د این ډي ایم اے نه جاري بیان ترمخه موجودہ صورتحال د این اي او سي د اړخه د 3 نه تر 4 مياتشو وړاندې د ښودلي موسمي جاج سره سم دے ۔د این اي او سي د اړخه د اپریل نه تر جون مياشتې د ممكنه موسمي صورتحال جائزه د وړاندې نه جاري كړې ده۔۔د راروانو 12نه تر 24 ساعتو په مهال پنجاب، خیبر پخښونخوا، آزاد کشمیر او د ګلګت سيمو كښې د باران او ږلۍ وررېدو امكان دے ۔ د پنجاب مختلف ضلعو كښې د سيلۍ او ګړز ګروز سره د باران او په څو ځايونو ږلې متوقع ده ۔ اسلام آباد،مري، پنډۍ، اټک، چکوال، تله ګنګ، ګوجر خان، جهلم، سیالکوټ، نارووال، لیه، ګجرات، ګوجرانواله، حافظ آباد، منډي بهاؤالدین، لاهور، قصور،میانوالي ،سرګودھا، جھنګ او ملتان كښې باران كېدې شي ۔۔ګلګت، سکردو، ګانچھے ، هنزہ، نګر، غذر، دیامر، استور، شګر،کھرمنګ، مظفرآباد، نیلم ویلي، باغ، حویلي، پونچھ، راولاکوټ، کوټلي، میرپور او بھمبر كښې باران او د خیبرپښتونخوا مختلف ضلعو كښې هم د جاكړ سره د باران امکان دے ۔ چترال، دیر، سوات، کالام، مینګورہ، ملاکنډ، بټګرام، مانسہهرہ، ایبټ آباد، هري پور، نوښار، پېښور، مردان، باجوړ، چارسدہ، کوھاټ، کرک، بنوں، لکی مروت، ټانک او ډیرہ اسماعیل خان ځپلو سيمو كښې باران كېدې شي٬ دغسې د خیبرپښتونخوا په ځيني سيمو كښې د ږلې ورېدو هم اندېښنه ده غرئيزو سيمو كښې د باران له امله سفر كښې ستونزې رامخې ته كېدې شي ، وګړي دې غیر ضروري مزل څخه ډډه وكړي او د مزل په مهال دې احتیاط وكړي۔







