پاكستان د ويكسين جوړولو لپاره عزم لري٬ د قومي ويكسين پالېسۍ منظوري مهم سنګ ميل دے۔د روغتيا وفاقي وزير

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي پاكستان په ځايې كچه ويكسين جوړولو لپاره عزم لري او د قومي ويكسين پالېسۍ منظوري د هېواد د تاريخ مهم سنګ ميل دے۔د دې پالېسۍ نه پس به پاكستان ته د ويكسين جوړولو رسمي اختيار ترلاسه شي او راتلونكو ورځو كښې به هېواد د ويكسين جوړولو جوګه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وفاقي ډرګ …

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي پاكستان په ځايې كچه ويكسين جوړولو لپاره عزم لري او د قومي ويكسين پالېسۍ منظوري د هېواد د تاريخ مهم سنګ ميل دے۔د دې پالېسۍ نه پس به پاكستان ته د ويكسين جوړولو رسمي اختيار ترلاسه شي او راتلونكو ورځو كښې به هېواد د ويكسين جوړولو جوګه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وفاقي ډرګ ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان(ډريب)دورې په مهال كړی چرته ته د ده په مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د هيلتھ فيډرل سېكرټري٬د هيلتھ ايډيشنل سېكرټري٬د هيلتھ ډي جي او د ډريپ چيف ايګزيكټو آفيسر پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔د غونډې په مهال ټريك اينډ ټريس سسټم له مخې د ډي 2 بار كوډ د نفاذ په شوي پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو ۔د دې نه علاوه ډريپ لخوا د جاري شوي آټوميشن اقدامات هم معائنه وكړې شوه ۔په غونډه كښې د قومي ويكسين پالېسۍ منظورۍ نه پس په تګلاره عمل٬انډونېزيا سره په مفاهمتي يادښتونو د پېشرفت او د ګلوبل بينچ ماركنګ فارنېشنل ريګوليټري سسټم په اړه د اقدامات جائزه واخستلې شوه۔په غونډه كښې نېشنل كنټرول ليبارټري فار بائيو لوجيكل اپ ګريډېشن او ډريپ كښې روانو بهرتو په عمل هم د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال ووئيل په ډريپ كښې روان اصلاحات مثبت اثرات رامخې ته كيږي او اداره د نړيوال معيار له مخې يو موثره ريګوليټري اتهارټي جوړولو لپاره اقدامات تندوي

مزید خبریں