لاهور۔4مئی(اے پی پی) د پاكستان سپر ليګ 11 م سيزه كښې په غوره كاركردګۍ لوبغاړو ته بېل اعزازونه وركړې شول۔ د پي سي پي وياند له مخې د ټورنامنټ ټائتل په خپله نامه كوونكي پشاور زلمي كپتان بابر اعظم د 588 رنز په جوړولو د بېټر درناوې ترلاسه كړو۔ هغه ته ګولډن بېټ او حنیف محمد کېپ وركړے شو۔ د پشاور زلمی فرحان یوسف غوره فیلډر او د اسلام آباد …
پي اېس اېل كښې په غوره كاركردګۍ بېلو لوبغاړو ته اعزازونه وركړې شول

مزید خبریں
لاهور۔4مئی(اے پی پی) د پاكستان سپر ليګ 11 م سيزه كښې په غوره كاركردګۍ لوبغاړو ته بېل اعزازونه وركړې شول۔ د پي سي پي وياند له مخې د ټورنامنټ ټائتل په خپله نامه كوونكي پشاور زلمي كپتان بابر اعظم د 588 رنز په جوړولو د بېټر درناوې ترلاسه كړو۔ هغه ته ګولډن بېټ او حنیف محمد کېپ وركړے شو۔ د پشاور زلمی فرحان یوسف غوره فیلډر او د اسلام آباد یونائیټډ کپتان شاداب خان غوره آل راؤنډر وګرځولے شو۔ پلېئر آف دی ټورنامنټ ایوارډ د پشاور زلمی سفیان مقیم ته وركړے شو چا چې 22 وکټې ترلاسه كړې۔ هغه ته فضل محمود كېپ وركړے شو۔ کوشال مېنډس غوره وكټ كيپر او حېدر آباد كنګز كښې حنېن شاه اېمرجنګ پلېئر آف دی ټورنامنټ وګرځولے شو۔ دغسې آصف یعقوب ته د غوره امپائر اعزاز ترلاسه شو او د حېدر آباد كننګز مېن ته اسپرټ آف دي كركټ ايوار وركړے شو








