نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د ناروے نائب خارجه وزير آندرياس موټز فيلټ كراوك ملاقات٬د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ناروے نائب خارجه وزير آندرياس موټز فيلټ كراوك خارجه وزارت كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د منطقې په بدل شوي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير منطقې او د دې نه بهر امن او د استحكام ودې لپاره د …

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ناروے نائب خارجه وزير آندرياس موټز فيلټ كراوك خارجه وزارت كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د منطقې په بدل شوي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير منطقې او د دې نه بهر امن او د استحكام ودې لپاره د پاكستان لخوا روابط او د مكالمې د تسلسل هڅې رامخې ته كړي۔نارويجن خارجه وزير د پاكستان تعميري كردار او د شخړې امناكه او تل پاتې حل لپاره د روانو هڅو د ملاتړ پخلے وكړو ۔دواړو ډلو د شريكې خوښې بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او مرستې ته د پراختيا وركولو امكانات هم جاج واخست۔ د ناروے خارجه وزير لخوا نائب وزيراعظم و خارجه وزير راتلونكې مياشت كېدونكې اوسلو فورم كښې د ګډون بلنه هم وركړه ۔سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه وركولو د هغه مننه وكړه۔دواړو لارښودو دوه اړخيزه چارو او امن و استحكام او پرمختګ په اړه رابطه كښې پاتې كېدو ته اتفاق وكړو۔

مزید خبریں