اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په اسلام آباد كښې د انسټيټوټ آف فنانس اينډ سسټين ايبلټي چين صدر مسټر ماجون ملاقات وكړو ۔د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال ماجون وفاقي وزير ته د چين ګرين ايكسلريټرپروګرام په اړه بريفنګ وركړو كوم چې …
وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د چين انسټي ټيوټ آف فنانس اينډ سسټين ايبلټي صدر ملاقات٬ګرين ټېكنالوجيز او د پروژو په عملي اطلاق د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په اسلام آباد كښې د انسټيټوټ آف فنانس اينډ سسټين ايبلټي چين صدر مسټر ماجون ملاقات وكړو ۔د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال ماجون وفاقي وزير ته د چين ګرين ايكسلريټرپروګرام په اړه بريفنګ وركړو كوم چې په كال 2016 كښې 35 جامع پاليسۍ په سفارشات مشتمل يوه فريم ورك له مخې پېل كړے شوے ؤ ه۔هغه ووئيل چين د دې پروګرام له مخې د نړۍ تر ټولو لويې ګرين فنانسنګ نظام قائم كړے د كوم چې حجم تزدې 7 ټريلين امريكائي ډالره دے۔چين دا مهال په نړۍ كښې د سيلۍ او نمر توان آلات نزدې 70 فيصد پیداوار او د نړيوالو اليكټرك ګاډو پیداوار تزدې 60 فيصد برخه وركوي۔ د ملاقات په مهال بيلو هېوادونو كښې د ګرين ټېكنالوجيز او پروژو په عملي اطلاق هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔







