خواجه بابر فاروق اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) دا خبره سمه ده چې آزادي يو لوے نعمت دے ٬ ددې مقابله كښې د نړۍ كومه هم آساني هېڅ اهميت نه لري۔ د آزادۍ په قدر او قيمت هغه پوهېږي څوك چې كله محكوم پاتې شوي وي يا زمونږ هغه پلار نيكه كوم چې د پاكستان جوړېدو څخه وړاندې په هندوستان كښې ژوند كولو۔ د آزادی د قدر وړ دا نعمت …
معركه حق او قامي يووالې : ” د پروردګار رسۍ مضبوطيا سره ونيسۍ” روښانه مثال

مزید خبریں
خواجه بابر فاروق
اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) دا خبره سمه ده چې آزادي يو لوے نعمت دے ٬ ددې مقابله كښې د نړۍ كومه هم آساني هېڅ اهميت نه لري۔ د آزادۍ په قدر او قيمت هغه پوهېږي څوك چې كله محكوم پاتې شوي وي يا زمونږ هغه پلار نيكه كوم چې د پاكستان جوړېدو څخه وړاندې په هندوستان كښې ژوند كولو۔ د آزادی د قدر وړ دا نعمت په ځاې ساتلو له پاكستاني قوم زياتې قربانۍ وركړې دي۔ له آزادۍ سمدستي وروستو هند د نوي پاكستاني رياست په ضد د سازشونو جالونه خپرول پېل كړې وو۔ كله يۍ په ګران هېواد جنګونه مسلط كړل او كله يۍ د ترهګرۍ نېټ وركس د لارې پاكستان بې ثباتۍ سره د مخ كولو ناپاكه سازش وكړو۔ د امتحان په دې ګھړو كښې د وطن غېرتمند اولس د يو والي څرګندونه وكړه او د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره دغه سازشونه ناكامه كړل او زمونږ سبا خوندي كولو له يۍ د خپل نن قرباني وركړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په 22 اپرېل 2025 په پهلګام كښې هند فالس فلېګ آپرېشن كولو څخه فوري وروستو په پاكستان بې بنسټه تورونه ولګول او د جارحانه اقداماتو دلارې يۍ د منطقې چاپېريال تصادم ته ټېله كړو كوم چې زمونږ سياسي او عسكري مشرتابه تر ټولو وړاندې په سفارتي كچه ناكامه كړو او بيا يۍ پرېكړه كولو سره په مؤثر ډول ټولې نړۍ ته وښودل چې پاكستان خپله دفاع كولې شي۔ د هندي جارحيت په ځواب كښې پاكستان په 10 مئی 2025 آپرېشن “بنیان مرصوص” پیل كړو او په ډېر كم وخت كښې پروردګار پاك پوځ ته بريا وركړه۔ د مبصرينو دوېنا له مخې معركه حق نه يوازې د بهرني جارحيت په مقابله كښی د پاكستان دفاعي صلاحيت په ډاګه كړو بلكې په داخلي كچه يۍ د قومي اتحاد ٬ يووالي او اجتماعي شعور يو مضبوط مثال هم وړاندے كړو۔ “معرکهٔ حق او قومی اتحاد” ته كه د سوره آل عمران 3: 103 آيت “د پروردګار رسۍ مضبوطه ونيسۍ او ټولګې ټولګې كېږۍ مه” په رڼا كښې وكتلې شي نو بنيادي پیغام دا ترلاسه كيږي چې په حق پاتې كېدل دي او يووالې مضبوطول دي۔ لنډه دا چې معركه حق هله ګټلې شي كله چې د پرورګار رسۍ مضبوطيا سره ونيولې شي او له ټولګي ټولګي جوړېدو څخه پرته د يووالي د لارې د يو بل مرسته وكړې شي۔ د دې اصول په رڼا كښې اولس ٬ علماﺀ كرامو ٬ سياسي لارښودو او پاك پوځ د دښمن بيانيه ناكامه او قومي قوت مستحكم كړو۔معركه حق ددې حقيقت عملي تصوير جوړېدو سره رامخے ته شو چې قام كله يو موټې وي نو كوم هم چېلنج بيا چېلنج نه پاتے كيږي۔ د مبصرينو وېنا ده چې بنيان مرصوص به د باطل په ضد د معركه حق او د قومي يووالي عملي تصوير په توګه د تاريخي په پاڼو كښې تل روښانه پاتې كيږي۔ دا خبره سمه ده چې د ټول قام په خاص توګه د هېواد ځوانانو د هند په ضد د يو والي څرګندونې په بنياد چې مونږ كومه كاميابي ترلاسه كړې په هغې وياړ لرو۔ دا زمونږ په قامي ژوند كښې د هوا هغه تازه چپه ده په كومه به چې موجوده او راروانه نسلونه خوشحالۍ سره وياړ لري







