اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پېشاور زلمي له د پاكستان 11 م سپر ليګ فائنل په ګټلو مباركي وركړې ده۔ د مبارګۍ په خپل پېغام كښې د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي او كركټ بورډ انتظاميې ته د ټورنامنټ په زړه پورې ډول كولو مباركي وركولو سره سپيكر ووئيل پشاور زلمي غوره لوبه كولو ٬ ټيم ورك او جذبې سره دا كاميابي …
د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پشاور زلمی له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پېشاور زلمي له د پاكستان 11 م سپر ليګ فائنل په ګټلو مباركي وركړې ده۔ د مبارګۍ په خپل پېغام كښې د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي او كركټ بورډ انتظاميې ته د ټورنامنټ په زړه پورې ډول كولو مباركي وركولو سره سپيكر ووئيل پشاور زلمي غوره لوبه كولو ٬ ټيم ورك او جذبې سره دا كاميابي ترلاسه كړه۔ دا بريا د لوبغاړو د خوارۍ ٬ نظم وضبط او پېشه ور مهارت ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل په قومي او نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخے ته كولو كښې د لوبو مهم كردار دے۔ سپیکر د پشاور زلمي لوبغاړو او د پي سي بي مېنجمنټ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ سپیکر ټیم مېنجمنټ، کوچنګ سټاف او سپورټ سټاف ته هم په غوره انتظاماتو كولو پېرزوئنې وړاندې كړې







