د پاکستان د ټيسټ کرکټ ډله په دوو ميچونو پشمول سيريز لپاره بنګلا دېش ته ورسيده

لاهور03 مئي (اے پي پي) د پاکستان د ټيسټ کرکټ ډله په دوو ميچونو مشتمل سيريز لپاره بنګلا دېش ته ورسيده۔د ډھاکه ايئرپورټ ته په رسيدو كوربه بورډ چارواكو د لوبغاړو هركلے وكړو او هغوي ته ئې د ګلونو ډالۍ وړاندي كړي۔قامي سکواډ سخت سکيورټي انتظامات ترمخه هوټل ته ورسولې شوه۔ د پاکستان او بنګلا دېش ترمينځه وړومبې ټيسټ ميچ به په 8 مئي د ميرپور شير بنګلا نيشنل اسټيډيم …

لاهور03 مئي (اے پي پي) د پاکستان د ټيسټ کرکټ ډله په دوو ميچونو مشتمل سيريز لپاره بنګلا دېش ته ورسيده۔د ډھاکه ايئرپورټ ته په رسيدو كوربه بورډ چارواكو د لوبغاړو هركلے وكړو او هغوي ته ئې د ګلونو ډالۍ وړاندي كړي۔قامي سکواډ سخت سکيورټي انتظامات ترمخه هوټل ته ورسولې شوه۔ د پاکستان او بنګلا دېش ترمينځه وړومبې ټيسټ ميچ به په 8 مئي د ميرپور شير بنګلا نيشنل اسټيډيم كښې پېل كيړي دغسې دويم به په 16 مئي سلهټ كښې پېل كيږي۔دا دواړه ميچونه د آئي سي سي ورلډ ټيسټ چيمپئن شپ برخه ده۔د پاکستان 16 كسيزه سکواډ كښې د کپتان شان مسعود نه علاوه امام الحق، بابر اعظم، سعود شکيل، محمد رضوان، محمد عباس، حسن علي، خرم شهزاد، ساجد خان، نعمان علي، سلمان علي آغا او شاهين شاه آفريدي شامل دي دغسې ريزرو لوبغاړو كښې غازي غوري، اذان اويس، عبدالله فضل او عماد بټ شامل دي۔د ډلي سره پخوانې کپتان سرفراز احمد د هيډ کوچ په حيثيت سره لاړو،دغسې عمر ګل باؤلنګ کوچ او اسد شفيق به د بيټنګ کوچ فرائض ترسره كوي۔