د پاکستان پشمول په ګرده نړۍ كښې د صحافت د آزادۍ نړيواله ورځ ولمانځلې شوه

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د پاکستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د صحافت د آزادۍ نړيواله ورځ د اتوار په ورځ په 03 مئي ولمانځلې شوه۔د دې ورځي د لمانځلو بنيادي مقصد د خبريالانو هلو ځلو او قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د پيشه وره فرائض ترسره كولو په مهال خبريالانو او صحافتي ادارو ته د پېښو ستونزو ، دھړكو او ژوند ته د پېښو خطرو …

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د پاکستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د صحافت د آزادۍ نړيواله ورځ د اتوار په ورځ په 03 مئي ولمانځلې شوه۔د دې ورځي د لمانځلو بنيادي مقصد د خبريالانو هلو ځلو او قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د پيشه وره فرائض ترسره كولو په مهال خبريالانو او صحافتي ادارو ته د پېښو ستونزو ، دھړكو او ژوند ته د پېښو خطرو په اړه خبرتيا رامخې ته كول دي ۔پاکستان كښې صحافت د رياست څلورمه ستن منلې كيږي خو د دې باوجود تير وخت كښې خبريالانو په بېل دور كښې بنديززونه او زندانونه هم ليدلي دي، د صحافت موجوده آزادي د خبريالانو د هلو ځلو نتيجه ده چا چې تشدد برداشت کړې او نورو تكليفونو سره هم مخ شوي۔کمېټي ټو پروټيکټ جرنلسټ له مخې 1992 نه تر 2025 په مهال ټوله نړۍ كښې 1402 څخه زيات خبريالانو د فرائض ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړي۔بل پلو د فرائض ترسره كولو په وخت زندانونو تكليفونه زغملو خبريالانو شميره دې څخه زياته ده۔دا خبره دې ياده وي چې د صحافت آزادۍ نړيواله ورځ مونږ ته ياد تازه كوي چې يو آزاد او خپلواكه ميډيا د يو شعور لرونكي او قوي ټولني ضمانت دے۔د صحافت د آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع د سرکاري، غير سرکاري ، نجي او صحافتي ادارو د سيوري لاندي بيلي دستوري شوي او په دې اړه اولس كښې شعور بيدار شوې۔

مزید خبریں