اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي)د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزيرِ مملکت وجيهه قمر د صحافت د آزادۍ نړيوالي ورځي په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي دي خپلواكه ، ذمه واره او خبر لرونكي ميډيا د كومي هم جمهوري ټولني قوي بنياد وي۔د تعليم و پيشه وره تربيې وزارت د اړخه جاري شوې پيغام كښې دي ووئيل د نن تند رفتاره او ډيجيټل دور كښې كه …
خپلواكه ، ذمه واره او خبر لرونكي ميډيا د كومي هم جمهوري ټولني قوي بنياد وي۔وجيهه قمر

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي)د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزيرِ مملکت وجيهه قمر د صحافت د آزادۍ نړيوالي ورځي په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي دي خپلواكه ، ذمه واره او خبر لرونكي ميډيا د كومي هم جمهوري ټولني قوي بنياد وي۔د تعليم و پيشه وره تربيې وزارت د اړخه جاري شوې پيغام كښې دي ووئيل د نن تند رفتاره او ډيجيټل دور كښې كه يو پلو تر معلوماتو رسنه زياته آسانه شوي نو بل پلو رښتيا ، تصديق او د ديانت دارۍ اهميت وړاندې څخه زيات شوے دے۔ دي په دې خبره زور راوړو چې تعليم او خبرتيا يو مهذبه ټولنه جوړولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي او ميډيا د دې عمل بنيادي برخه ده۔وجيهه قمر ووئيل ذمه ةاره صحافت نه يواځې اولس باخبره ساتي بلکه برداشت، مکالمے او مثبت سوچ ته هم وده وركوي۔دي ووئيل پاکستان عمر له د امن، مکالمے او شريك احترام اقدار علمبردار دې او هېواد خبريالان د دغې اقدار وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔په دې موقع وزيرمملكت هغه خبريالانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي چا چې د حق و صداقت په لټون كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړي۔







