اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د صحافت آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع د قام په نوم په خپل پيغام كښې وئيلي دي دا ورځ د جمهوري اقدار د عزم د پخلي ورځ ده۔د سېنېټ سيكرټريټ جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل آزاده او ذمه واره ميډيا د جمهوري د ټولني ضروري برخه ده،صحافت اولس له د مستند معلومات …
خپلواكه او ذمه واره ميډيا د جمهوري ټولني مهمه برخه ده۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د صحافت آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع د قام په نوم په خپل پيغام كښې وئيلي دي دا ورځ د جمهوري اقدار د عزم د پخلي ورځ ده۔د سېنېټ سيكرټريټ جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل آزاده او ذمه واره ميډيا د جمهوري د ټولني ضروري برخه ده،صحافت اولس له د مستند معلومات او سپيځلتيا وركولو مهمه ذريعه ده،د خبريالانو تحفظ او آزادي د جمهوريت استحكام لپاره ضروري ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د پاكستان آئين د رائے د آزادۍ او د خپلواكه صحافت ضمانت وركوي،د خبريالانو په ضد تشدد او زورونه د نه قبلولو وړ ده۔ده ووئيل سېنېټ عمر له د خبريالانو د حقونو تحفظ له كردار ترسره كړې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل فيك نيوز او ډنډورو په دور كښې د ذمه واره صحافت اهميت زيات شوې۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل ميډيا دې رښتياؤ ، تحقيق او توازن له وده وركړي۔ده ووئيل پارليمان د آزادۍ څرګندوني او صحافتي آزادو ودي له لوظي دے۔







