لاهور 03 مئي (اے پي پي) د ايچ بي ايل پاكستان سپر ليګ11 م فائنل به (نن) د اتوار په ورځ قذافي اسټيډيم لاهور كښې كيږي،چرته به چې د مارنس لبوشين حيدرآباد كنګز مين او د پشاور زلمي ترمينځه سيالي كيږي۔په 44 ميچونو مشتمل ټورنامنټ به پائي ته ورسي۔د كركټ شائقينِ ته سپارښتنه شوي چې ماښام تر 6 بجو اسټيډيم ته ورسي او دغسې اختتامي دستوره به 6 بجی پېل …
ايچ بي اېل پاكستان سپر ليګ 11م فائنل به نن كيږي

مزید خبریں
لاهور 03 مئي (اے پي پي) د ايچ بي ايل پاكستان سپر ليګ11 م فائنل به (نن) د اتوار په ورځ قذافي اسټيډيم لاهور كښې كيږي،چرته به چې د مارنس لبوشين حيدرآباد كنګز مين او د پشاور زلمي ترمينځه سيالي كيږي۔په 44 ميچونو مشتمل ټورنامنټ به پائي ته ورسي۔د كركټ شائقينِ ته سپارښتنه شوي چې ماښام تر 6 بجو اسټيډيم ته ورسي او دغسې اختتامي دستوره به 6 بجی پېل كيږي۔د ايچ بي ايل پي اېس ايل په تاريخ كښې په وړومبي ځل فرنچائزز لپاره جلا انعامات اعلان شوی۔كاميابی ډلي ته به 5 لكهه ډالره،رنر اپ ته به 3 لكهه ډالره دغسې د ښه پليئر ډويلپمنټ فرنچائز ته به 2 لكهه ډالره وركولې شي۔د برپا ترلاسه كونكي ډلي لوبغاړو لته به هم 5 لكهه ډالره انعام وركولې شي۔ايچ بي اېل پاكستان سپر ليګ 11 فائنل به نن كيږي۔حيدرآباد كنګز مين په خپل وړومبي سيزن كښې د ښه كاركردګۍ نه پس ټائټل كښې كاميابۍ لپاره لوظي دے دغسې پشاور زلمي 2017 نه پس په دويم ځل د چيمپيئن جوړيدو خوښي لري۔زلمي 2018،2019 او2021 كښې رنر اپ پاتې شوے۔پشاور زلمي د ليګ پړاؤ كښې 10 كښې په 8 ميچونو كښې كاميابي ترلاسه كړي۔بابر اعظم 588 رنز، كوشل مينډس 541 رنز دغسې سفيان مقيم21 وكټي ترلاسه كړي۔زلمي په 28 اپريل كواليفائر كښې اسلام آباد يونائيټډ له 70 رنز سره ماتې وركړې او فائنل ته رسيدلې۔ايكسپريس فاسټ بولر ناهيد رانا هم بيا اسكواډ كښې شامل شوے او سليكشن لپاره موجود دے۔بل پلو حيدرآباد كنګز مين د ټورنامنټ په پېل پرله پسې درې واري ماتي سره مخ شوې او په څلورم ميچ كښې هم پشاور زلمي په ضد په آخري بال ماتي سره مخ شوے۔دغسې دې نه پس ښه كم بيك كولو سره ئې پرله پسې څلورو ميچونو كښې كاميابي تراله كړي۔آخري ليګ ميچ كښې پينډۍ له په 108 رنز سره ما تي وركولو سره دفاعي چيمپئن لاهور قلندرز په نيټ رن ريټ بهر كړې۔دې نه پس ايليمينيټر1 كښې ملتان سلطانز او ايليمينيټر2 كښې اسلام آباد يونائيټډ له ماتي وركولو سره فائنل ته رسيدلې۔فائنل څخه وړاندې پرېس كنفرنس كښې بابر اعظم ووئيل ډلي ټول ټورنامنټ كښې ښه كركټ ګړې او ځائې او غير ملكي لوبغاړو په ګډه ښه كاركردګي ښودلي۔ده هيله څرګنده كړه چې د ډلي ښه كاركردګۍ سره به فائنل كښې هم كاميابي ترلاسه كوو۔








