آزاده و ذمه واره ميډيا سپيځلتيا ، احتساب او اولسي خبرتيا كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔انجینئر امیر مقام

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقی وزیر او د مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د صحافت آزادۍ نړيواله ورځ تر معلومات رسنې او د جمهوري اقدار ودی لپاره د عزم د پخلي څرګندونه ده،يوه آزاده او ذمه واره ميډيا د كومي هم جمهوری ټولني بنیادی ستن وي،كومه چې سپيځلتيا ، احتساب او اولسي خبرتيا كښې …

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقی وزیر او د مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د صحافت آزادۍ نړيواله ورځ تر معلومات رسنې او د جمهوري اقدار ودی لپاره د عزم د پخلي څرګندونه ده،يوه آزاده او ذمه واره ميډيا د كومي هم جمهوری ټولني بنیادی ستن وي،كومه چې سپيځلتيا ، احتساب او اولسي خبرتيا كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔د صحافت نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې انجنئیر امیر مقام ووئيل 1993 كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په منظوری پېل شوي دا ورځ د خبريالانو خذمات او قربانيو ته پيرزوئني وړاندې كولو له لمانځلے كيږي۔ده ووئيل يوه آزاده، ذمه واره او خپلواكه ميډيا د كومي هم جمهوری ټولني بنیادی ستن وي كومه چې چې سپيځلتيا ، احتساب او اولسي خبرتيا كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔وفاقی وزیر خبريالي ورورولۍ ،په خاص توګه د خېبر پښتونخوا خبريالانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغوي په سختو حالاتو كښې پیشه وره خذمات په دیانت دارۍ سره ترسره كوي او اولسي مسئلې رامخې ته كوي۔

مزید خبریں