د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر سره د ازبکستان ناوئي ريجن ګورنر وليدل

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د ازبکستان د ناوئي ريجن ګورنر نورمت ترسنوف وليدل۔ملاقات كښې پاکستان كښې د ازبکستان سفير علي شير تختايف، د صنعت و پيداوار سيکرټري او فوډ سيکرټري سيف انجم پشمول اعليٰ چارواكو موجود وو۔د صنعت و پيداوار وزارت له مخې هارون اختر خان د ازبکستان پلاوي هركلے وكړو او پاکستاني اولس د …

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د ازبکستان د ناوئي ريجن ګورنر نورمت ترسنوف وليدل۔ملاقات كښې پاکستان كښې د ازبکستان سفير علي شير تختايف، د صنعت و پيداوار سيکرټري او فوډ سيکرټري سيف انجم پشمول اعليٰ چارواكو موجود وو۔د صنعت و پيداوار وزارت له مخې هارون اختر خان د ازبکستان پلاوي هركلے وكړو او پاکستاني اولس د اړخه ئې د خيرسګالۍ جذبات څرګند كړل۔په دې موقع پاکستان څخه ازبکستان ته ژوندو ځناورو په برآمد په تجويز غور وشو۔هارون اختر خان د اعليٰ پائې پلاوي سره د ازبکستان په دوره دے۔د ملاقات په مهال ډلو د داروګانو ،چمړے او نورو څانګو كښې مرستي زياتولو ته اتفاق وكړو او بي ټو بي رابطي، غوښي برآمدات او دوه اړخيزه اړيكو په وده ئې زور راوړو۔په دې موقع د وزيراعظم د وژن ترمخه تجارتي اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه وشوه۔ هارون اختر خان د ازبکستان ګورنر له يادګاري شيلډ وركړو۔ډلو د يو بل اولس او حکومتي مشرانو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں