اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د مزدورانو نړيوالي ورځ په موقع د پاكستان پشمول د ټولي نړۍ مزدورانو ته سلام كولو سره وئيلي چې د مزدورانو په خولو د پرمختګ قصې ليكلې شوي،د هېواد په پرمختګ كښې د مزدورانو كردار د نه هيرولو دې۔ د مزدورانو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل دا ورځ د لاسونو د …
د هېواد پرمختګ كښې د مزدورانو كردار د نه هيرولو دې ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د مزدورانو نړيوالي ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د مزدورانو نړيوالي ورځ په موقع د پاكستان پشمول د ټولي نړۍ مزدورانو ته سلام كولو سره وئيلي چې د مزدورانو په خولو د پرمختګ قصې ليكلې شوي،د هېواد په پرمختګ كښې د مزدورانو كردار د نه هيرولو دې۔ د مزدورانو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل دا ورځ د لاسونو د عظمت اعتراف دے كوم چې خاموشۍ سره معيشت ته استحكام وركوي۔مزدور يواځې يو تن نه بلكه د كوم هم هېواد د پرمختګ بنيادي ستن ده،دې نه غير سوكالي نه شي راتللې۔ده ووئيل دين اسلام كښې محنت يو عبادت او محنت كش د د احترام وړ ګرځولې شوې۔ده ووئيل آئين پاكستان هم د مزدورانو د حقونو تحفظ، مناسب اجرت او كار كښې ښه ماحول ضمانت وركوي۔د مزدورانو په پرمختګ د پاكستان پرمختګ دې۔ده ووئيل دا ورځ هغه لوظ د پلخي ورځ ده چې مونږ د مزدورانو د حقونو لپاره غپږ پورته كړو او د هغوي محرومۍ ختمي كړو ځكه چې د مزدورانو محنت د قامونو اصل طاقت او روښانه سباؤن ضمانت دے۔







