اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري يونان سره ننزدې نړيوالو اوبو كښې د اسرائيلي پوځ د اړخه غزه ته تلونكي انساني همدردۍ فلوټيلا لاره نيولو غندنه وكړه او دا ئې غزه كښې وړاندې څخه روان انساني بحران په تناظر كښې د يو تشويش وړ پيش رفت وګرځولو۔ د جمعې په ورځ ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت …
صدر مملكت د اسرائيلي پوځ د اړخه غزه ته تلونكي انساني همدردۍ فلوټيلا لاره نيولو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري يونان سره ننزدې نړيوالو اوبو كښې د اسرائيلي پوځ د اړخه غزه ته تلونكي انساني همدردۍ فلوټيلا لاره نيولو غندنه وكړه او دا ئې غزه كښې وړاندې څخه روان انساني بحران په تناظر كښې د يو تشويش وړ پيش رفت وګرځولو۔ د جمعې په ورځ ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت زير حراست ټولو كاركنانو په سلامتيا د تشويش څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې د هغوي د حقونو او ښېګړې مكمل احترام دې باوري كړې شي۔ده په دې خبره هم زور راوړو چې انساني امداد وركولو كښې بايد هيڅ ډول ركاوټ ونه زغملے شي او د غزه ځپليو تر د مرستي سكدستي ترسيل باوري كړې شي۔ صدر مملكت په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې تاؤ ترېښوالي كمولو او انساني همدردۍ په بنياد رسني او د جهاز راني آزادۍ اصولو په تحفظ كښې خپل كردار ترسره كړي







