صدر آصف علي زرداري 5 ورځنۍ دوره بشپړولو نه پس د چين څخه پاكستان ته راروان شو

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري 5 ورځنۍ سركاري دوره بشپړولو نه پس د چين سانيا ښار څخه پاكستان ته راروان شو۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس وِنګ لخوا جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملكت ته د سانيا په هوائي ميدان د كميونسټ پارټي آف چائنا هائي نان سينئر رهنما وانګ چيانګ په مخه ښه ووئيلو۔په دې موقع پاكستان كښې د …

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري 5 ورځنۍ سركاري دوره بشپړولو نه پس د چين سانيا ښار څخه پاكستان ته راروان شو۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس وِنګ لخوا جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملكت ته د سانيا په هوائي ميدان د كميونسټ پارټي آف چائنا هائي نان سينئر رهنما وانګ چيانګ په مخه ښه ووئيلو۔په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائي ډونګ او چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي او د چين خارجه وزارت اعليٰ چارواكي هم مودجود وو۔ صدر زرداري د چين دورې په مهال هونان او هائي نان كښې صنعتي، زرعي او بحري معيشت په څانګو كښې مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه كړي۔ صدرِ مملكت د چين دورې په مهال شاؤشان كښې د چيئرمېن ماؤ زے تنګ د پلار نيكه ښار دوره كړي او هغه ته ئې عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړي۔ سي پيك 2.0 ترمخه هېواد كښې صنعتي پرمختګ او بليو اكانومي په پيشرفت د خيالاتو څرګندونه شوي۔ چانګشا كښې د دورې په مهال د پاكستان او چين ادارو ترمينځه سمندري اوبه د استعمال جوړولو، زرعي ټيكنالوجي او چائے څانګه كښې مرستي ته ودي وركولو لپاره په درې مفاهمتي يادداښتونو لاس ليك شوې۔ سانيا كښې صدرِ مملكت په موجودګۍ كښې مشينري، ځناورو ويكسينز او طبي ټيكنالوجي په څانګو كښې مرستي ته د ودي وركولو مفاهمت په دوه ياښدتونو او شريك سرمايه كارۍ لپاره په يوه لوظنامه لاس ليك شوې۔ صدرِ مملكت چانګشا او سانيا كښې په صوبائي كچه د ګوند قيادت سره تفصيلي ملاقاتونه كړي۔

مزید خبریں