اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي خېبرپښتونخوا كښې په پاك-افغان پوله د دښمن د دراندازۍ هڅه شنډول د وسله والو د ځانګړي صلاحيت او فولادي عزم ثبوت دے۔ د جمعې په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ايكس خپل يو پوسټ كښې ده ووئيل داسې بهادرو سپاهيانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې نه يواځي د دښمن ناوړه …
خېبرپښتونخوا كښې په پاك-افغان پوله د دښمن د دراندازۍ هڅه شنډول د وسله والو د ځانګړي صلاحيت او فولادي عزم ثبوت دے۔طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي خېبرپښتونخوا كښې په پاك-افغان پوله د دښمن د دراندازۍ هڅه شنډول د وسله والو د ځانګړي صلاحيت او فولادي عزم ثبوت دے۔ د جمعې په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ايكس خپل يو پوسټ كښې ده ووئيل داسې بهادرو سپاهيانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې نه يواځي د دښمن ناوړه ارادې ناكامعه كړي بلكه دا ښكاره پيغام ئې هم وركړې چې پاكستان ته په غلطه سترګه كتونكو انجام به هم ناكامي او رسوائي وي۔ده ووئيل ټول قوم په خپلو محافظو فخر كوي۔ مونږ يو موټې يو او په خپل دې لوظ ولاړ يو چې د پاكستان په سلامتيا، خپلواكۍ او امن به سمجھوته نه كوو۔







