حكومت د خواري كښو د حقونو، خېر ښېګړے او تحفظ له عملي اقدامات كوي۔وفاقي وزيرچوهدري سالك حسېن

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د سمندر پوري پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي حكومت د خواري كښو د حقونو، خېر ښېګړے او تحفظ له عملي اقدامات كوي۔خواري كښو له ښه او محفوظ ماحول ، منصفانه اجرت، سماجي تحفظ او مساوي موقعو وركول نه يواځې پاليسي ترجيح ده بلكه زمونږ اخلاقي ذمه واري هم ده۔ د جمعې په ورځ د خواري كښو ورځ په موقع په …

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د سمندر پوري پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي حكومت د خواري كښو د حقونو، خېر ښېګړے او تحفظ له عملي اقدامات كوي۔خواري كښو له ښه او محفوظ ماحول ، منصفانه اجرت، سماجي تحفظ او مساوي موقعو وركول نه يواځې پاليسي ترجيح ده بلكه زمونږ اخلاقي ذمه واري هم ده۔ د جمعې په ورځ د خواري كښو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده عظيم خواري كښو ته پيرزوئنې وړاندې كړي چا چې د خپلو هلو ځلو سره د خواري كښو د حقونو بنياد اېښودلې۔ده ووئيل خواري كښ د كوم هم قوم د پرمختګ بنيادي ستن وي۔د هېواد معيشت، صنعت او په نړيواله كچه ساكھ كښې زمونږ خواري كښ لوئ كردار لري۔ حكومت د خواري كښو خېر ښېګړے ته خاص پام لرنه كوي،مونږ نه يواځي په قومي كچه بلكه په نړيواله كچه هم د خواري كښو د حقونو تحفظ له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ده ووئيل بين الاقوامي ليبر آرګنائزيشن (آئي ايل او ) مهم كنونشنز توثيق كولو سره پاكستان خواري كښو له ټول بنيادي حقونو وركولو له چمتو دے،مونږ د ملګرو ملتونو كوټلي پرمختيائي اهداف په خاص توګه وقار لرونكي روزګار، معاشي پرمختګ او سماجي تحفظ په اړه اهداف لپاره هم د خپل عزم پخلے كوو۔

مزید خبریں