ناقابلِ تسخير دفاع ، د پاك پوځ دښمن ته ښكاره پيغام

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) پاك پوځ د هېواد د پولو تحفظ او دفاع لپاره هر وخت چمتو ولاړ دې۔تفصيلاتو له مخې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په 01 مئي 2026 د ټله فائرنګ رينج دوره كولو سره د آپريشنل چمتو والي جاج واخست،تربيتي مشقونو كښې جديد وسلو، كوټلي منصوبه بندۍ او د جنګ په ميدان كښې د سمدستي غبرګون عملي مظاهره ئې وكتله …

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) پاك پوځ د هېواد د پولو تحفظ او دفاع لپاره هر وخت چمتو ولاړ دې۔تفصيلاتو له مخې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په 01 مئي 2026 د ټله فائرنګ رينج دوره كولو سره د آپريشنل چمتو والي جاج واخست،تربيتي مشقونو كښې جديد وسلو، كوټلي منصوبه بندۍ او د جنګ په ميدان كښې د سمدستي غبرګون عملي مظاهره ئې وكتله ،عسكري قيادت دښمن له د پاكستان په سيمه ايزي سلامتيا او د خپلواكۍ په اړه د هيڅ ډول خبري نه زغملو ښكاره پيغام وركړو،پاك پوځ د خپلو عسكري صلاحيتونو عملي مظاهره كولو سره هند له د هر ډول مهم جوئي څخه د ډډي كولو خبردارې وركړو۔د نړيوالو پوهانو له مخې د پاك پوځ كوټلي تګلاري او بېشه وره پوهي له امله څو ځل د هند جنګي جنون خاوري شوې،د وسله والو قوي دفاعي تياري د سيمه ايز استحكام او د طاقت توازن برقرار ساتلو پاليسو عكاسي كوي۔

مزید خبریں