د پاكستان آئین د استحصال د خاتمی او د مزدورانو د حقونو د تحفظ ضمانت وركوي۔ د صدر مملکت آصف علی زرداری په “یوم مزدور” پیغام

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری په ګرد هېواد كښې مزدورانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلی دی د دوی قربانی د منصفانه اجرت، د كار د مناسب وختونو او د وقار لرونکو د کار حالاتو په څېر تصورات بنیاد دے، د شکاګو مزدورانو په تاريخي هلو ځلو کولو (نزدی 140 كاله اګاهو) خپلو حقونو لپاره ځانونه قربان كړي او د اته ساعته كار٬ …

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری په ګرد هېواد كښې مزدورانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلی دی د دوی قربانی د منصفانه اجرت، د كار د مناسب وختونو او د وقار لرونکو د کار حالاتو په څېر تصورات بنیاد دے، د شکاګو مزدورانو په تاريخي هلو ځلو کولو (نزدی 140 كاله اګاهو) خپلو حقونو لپاره ځانونه قربان كړي او د اته ساعته كار٬ د اته ساعته آرام او اته ساعته د خپلې خوښی لپاره” یي مطالبه وكړه كومه چې د بشری وقار د اعتراف علامت وه، د پاكستان آئین د استحصال د خاتمی او د مزدورانو د حقونو د تحفظ ضمانت وركوي،د آئین معمار شهيد ذوالفقار علی بھټو د مزدورانو د حقونو د اهميت نه ښه خبر ٶ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د مئي په وړومبۍ نيټه د مزدورانو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علی زرداری ووئيل د پاکستان خوراي كښ د هېواد په پرمختګ كښې كليدي كردار لري ٬ څوك چي ښارونه جوړوي٬ زمكې كري او صنعتونه پخپل محنت روان ساتي ۔ ده ووئيل مزدور يوازې د معیشت برخه نه بلكې د دې بنياد دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان د نړيوال معيار له مخې د مزدورانو د حقونو ودې لپاره عزم لري چې پكښې منصفانه اجرت، سماجی تحفظ، جبری مشقت او د چائلډ لیبر خاتمه او د امتیازی سلوك څخه پاك ماحول شامل دے۔ ده ووئيل حکومت د لېبر نړيوال كنونشن او د تل پاتي پرمختګ هدفونه سر كولو لپاره هم هڅې كوي۔ ده بهر هېوادونو كښې كار كوٶنكي پاکستانیان مهمی ستنې ګرځولو سره ووءيل د دوي ترسیلات زر د هېواد د معيشت په استحكام كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل د كار محفوظ حالات، منصفانه اجرت او مساوی موقعو وركولو تہ حكومت پام لرنه کوی او په دې لړ کښې به لا اقدامات كولې شي دغسې چې هر مزدور په عزت سره ژوند وكړے شي۔ ده ووئيل حکومت هنرمندۍ ته وده وركولو٬ تکنیکي و وظيفائي تعليم٬ د مېرمنو شموليت او ځوانانو لپاره د كار موقعو پېدا كولو لپاره اقدامات كوي ۔ ده په مزدورانو، آجرانو، ټریډ یونینز، صوبائی حکومتونو او نړيوالو شراكتدارو زور راوړو چې ھغوي د يو منصفانه او مستحکم معیشت لپاره شریکی هڅې وكړي چرته چې د محنت احترام وي او د استحصال خاتمه باوري كړی شي۔ ده ووئيل كوم قامونه چې د خواري كښو تحفظ كوي ھغوي خپل سباون خوندي كوي٬ مزدوران بااختياره كول د تل پاتي قامي پرمختګ بنياد دے

مزید خبریں