وفاقي وزیر میا ریاض حسین پیرزادہ سره د نېب چیئرمین وليدل

اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي) د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت وفاقي وزير میا ریاض حسین پیرزادہ سره د نیشنل اکائونټیبلټی بیورو (نېب) چیئرمین لیفټیننټ جنرال (ر) نذیر احمد ليدلي٬ د ملاقات په مهال د سركاري اثاثو د موثره استعمال، سپېځلتيا ته وده وركول او د هاٶسنګ په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ د هاٶسنګ وزارت وياند له مخې وفاقي وزیر د نېب د چېئرمېن هركلي كولو …

اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي) د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت وفاقي وزير میا ریاض حسین پیرزادہ سره د نیشنل اکائونټیبلټی بیورو (نېب) چیئرمین لیفټیننټ جنرال (ر) نذیر احمد ليدلي٬ د ملاقات په مهال د سركاري اثاثو د موثره استعمال، سپېځلتيا ته وده وركول او د هاٶسنګ په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ د هاٶسنګ وزارت وياند له مخې وفاقي وزیر د نېب د چېئرمېن هركلي كولو سره د بدعنوانۍ مخنيوي په اړه د نېب د كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې په رياستي ادارو كښې سپېځلتيا او احتساب ته وده وركول د وخت اهم ضرورت دے ۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په پائې كښې سپېځلتيا ته وده٬ د ګورننس بهتري او د قامي اثاثو د موثره استعمال دل ارې د اولسي مفادو د تحفظ د عزم پخلې وشو

مزید خبریں