اسلام آباد 30اپرېل (اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كچهي سره د پاكستان لپاره د سري لنكا هائي كمشنر ریئر ایډمرل (ر) فریډ سینی ورتھنے د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د كلتور په مرسته ٬ د ورثې په تحفظ٬ د مذهبي سېلګرۍ او د اولسي روابط د ودې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سري لنكن هائي كمشنر سره …
د قامي ورثه و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كچهي سره د پاكستان لپاره د سري لنكا هائي كمشنر ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 30اپرېل (اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كچهي سره د پاكستان لپاره د سري لنكا هائي كمشنر ریئر ایډمرل (ر) فریډ سینی ورتھنے د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د كلتور په مرسته ٬ د ورثې په تحفظ٬ د مذهبي سېلګرۍ او د اولسي روابط د ودې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سري لنكن هائي كمشنر سره د سري لنكا نامتو بدھ راهب٬موسټ وينيريبل تهيبو هم موجود وو۔وفاقي وزير د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاكستان د سري لنكن وروڼو او خوئېندو په خاص توګه د بدھ ورورولۍ لپاره خپلې دروازې پرانستې ساتلې دي دغسې چې هغوي د پاكستان تاريخي بدھ ورثې او مقدس ځايونو دوره وكړي۔ريئر ايډمرل(ر)فريډ سيني ورتهنے دا اقدام ستائېلو سره ووئيل دا به زما لپاره د لويې اعزاز خبره وي چې زما د تعيناتۍ په مهال د پاكستان او سري لنكا اړيكې لا قوي شي او د بدھ ورورولۍ لپاره نوې موقعې راپېدا كړی شي۔وفاقي وزير ووئيل سري لنكا پاكستان لپاره د يو آزمائېلې شوے او د قدر وړ دوست هېواد دے۔(






