د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه سره د اطفال لپاره ملګرو ملتونو ادارې ( يونيسف) پلاوي ملاقات

اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه سره د اطفال لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې د كوچنيانوپه حقونو ٬تعليم٬صحت او تحفظ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع د كوچنيانو حقونو لپاره د پارليماني كاكس چيئرپرسن نګهت شكيل هم موجود وه۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر د پلاوي هركلي كولو سره …

اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه سره د اطفال لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې د كوچنيانوپه حقونو ٬تعليم٬صحت او تحفظ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع د كوچنيانو حقونو لپاره د پارليماني كاكس چيئرپرسن نګهت شكيل هم موجود وه۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر د پلاوي هركلي كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د كوچنيانو خېرښېګړه قامي ترجيحات كښې سرفهرست ده او په دې لړ كښې پارليمان كليدي كردار ادا كوي۔د ملاقات په مهال دوهم سپيكر پاكستان كښې ماشومانو ته ورمخې ته شوو مهمو چېلنجونو په اړه رڼا اچولو سره ووئېل اوس هم په لاكهونو كوچنيان د معياري تعليم٬صحت آسانيو او مناسب خوارك څخه محروم دي۔ده د دې امر په اهميت زور راوړو چې هر ماشوم ته په سكول كښې داخله كښې ٬د تشدد مخ نيوي له او استحصال څخه تحفظ او ښه صحت او د خوارك آسانۍ وركړی شي۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر پاكستان كښې د كوچنيانو حقونو ودې لپاره د يونيسف مهم كردار وستائېلو كوم چې تكنيكي معاونت٬فيلډ كښې موجودګي او پرله پسې وكالت د لارې معاونت وركوي۔

مزید خبریں