وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف او طارق فضل چوهدري د معركه حق شهيد سكوارډرن ليډر عثمان يوسف كور ته لاړل ٬شهيد ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی شوې

اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د قامي اسمبلۍ غړے ملك محمد ابرار د شهيد سكوارډرن ليډر عثمان يوسف كور ته لاړل۔دوي د معركه حق شهيد سكواډرن ليډر عثمان يوسف كورنۍ سره ملاقات وكړو او شهيد ته يې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی۔تفصيلات له مخې خواجه محمد آصف ووئيل سكوارډرن ليډر عثمان يوسف شهيد د خوږ …

اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د قامي اسمبلۍ غړے ملك محمد ابرار د شهيد سكوارډرن ليډر عثمان يوسف كور ته لاړل۔دوي د معركه حق شهيد سكواډرن ليډر عثمان يوسف كورنۍ سره ملاقات وكړو او شهيد ته يې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی۔تفصيلات له مخې خواجه محمد آصف ووئيل سكوارډرن ليډر عثمان يوسف شهيد د خوږ هېواد دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركولو سره د قام سر په وياړ سره هسك كړو ۔طارق فضل چوهدري ووئيل د شهيدانو قرباني د قام د عزم٬حوصلې او استقامت علامت ده۔ملك ابرابر ووئيل د معركه حق شهيدانو د دښمن ناپاكه عزائم خاوري كړي٬د هغوي قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔په دې مهال پلاوي د سكواډرن ليډر عثمان يوسف شهيد لوړو درجو لپاره دعا كړې۔

مزید خبریں