د ریلوے محكمه كښې زمیكز حقائق نه خبرتيا لپاره د فیلډ وزټس ضروري دي ،وفاقی وزیر ریلوے

پنډۍ۔30اپریل (اے پي پي) د ریلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي وئېلي دي د رېلوے محکمه كښې د زمیكزو حقائقو څخه خبرتيا لپاره د فیلډ وزټس ضروري دي او عملي معائنه بس د ښه پرېكړو بنیاد جوړېږي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پټلۍ مرمت، آپریشنل کارکردګۍ او د انسپیکشن طریقه کار باندې ښه ډول پوهېدو لپاره پخپله ټریک ټرالۍ كښې مزل وكړو ۔وفاقي وزیر حانګړي …

پنډۍ۔30اپریل (اے پي پي) د ریلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي وئېلي دي د رېلوے محکمه كښې د زمیكزو حقائقو څخه خبرتيا لپاره د فیلډ وزټس ضروري دي او عملي معائنه بس د ښه پرېكړو بنیاد جوړېږي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پټلۍ مرمت، آپریشنل کارکردګۍ او د انسپیکشن طریقه کار باندې ښه ډول پوهېدو لپاره پخپله ټریک ټرالۍ كښې مزل وكړو ۔وفاقي وزیر حانګړي او متحرک انداز خپلولو سره د ګولړہ اسټیشن نه تر پنډۍ اسټیشن د ریلوے پټلۍ پخپله معائنه وكړه۔ وزیر په ټریک ټرالۍ كښې په ناسته د مزل په مهال په لاره كښې په مختلف مقامات د پټلۍ د حالت، آپریشنل چارو او د امنيتي انتظامات جاج واغست ۔ په دې موقع د ریلوے وزير وېنا وه د دورې په وخت ډویژنل سپرنټنډنټ (ډي ایس) پنډي هم د ده سره ؤ ، چا چې په مختلف تکنیکي او انتظامي چارو بریفنګ وركړو ۔ د ریلوے وزير چارواكو ته امر وكړو چې په فیلډ كښې نور متحرک شي او په زمكيزه كچه د نګرانۍ نظام مؤثر كړي ۔ ده ریلوے چارواكو ته واضحه هدایات جاری کړل چې د پټلۍ مرمت ، آپریشنل کارکردګي او مسافروں ته وركړے كېدونكو اسانيو كښې نور ښه والے راولئ ٬ دغسې چې اولس ته ښه سفري سهولتونه تر لاسه شي ۔پنډۍ اسټیشن ته په رسېدو مسافر د ریلوے وزير په ليدلو خوشګوار حیرت سره مخ شول او د دې اقدام ستائنه ئي وكړه۔

مزید خبریں