لاهور۔30اپریل (اے پي پي) پاکستان كښې د ذي الحجه سپوږمۍ په 29 ذي القعدہ د اتوار په ورځ په 17 مئي 2026 د راتللو قوي امکان دے ۔ د فلکیات پوهانو تر مخه نوې سپوږمۍ د اتوار په شپه په 17 مئي 2026 د نيمې شپې د پاکستان وخت مطابق په 1 بجه او يو منټ به راخېژې ۔ وئېلي شوي دي د نمر پرېوتو او د سپوږمۍ راختو تر …
پاکستان او سعودي عرب كښې په يوه ورځ د غټ اختر نمانځلو امکانات

مزید خبریں
لاهور۔30اپریل (اے پي پي) پاکستان كښې د ذي الحجه سپوږمۍ په 29 ذي القعدہ د اتوار په ورځ په 17 مئي 2026 د راتللو قوي امکان دے ۔ د فلکیات پوهانو تر مخه نوې سپوږمۍ د اتوار په شپه په 17 مئي 2026 د نيمې شپې د پاکستان وخت مطابق په 1 بجه او يو منټ به راخېژې ۔ وئېلي شوي دي د نمر پرېوتو او د سپوږمۍ راختو تر مينځه دمه به کراچۍ كښې نزدې 55 منټه او په پپیښور كښې 63 منټه وي، كومه چې د سپوږمۍ ليدلو لپاره سازګاره ده۔ د پوهانو تر مخه كه اسمان شين ؤ نو د هېواد په بېلو برخو كښې د سپوږمۍ ليدلو امکانات زيات دي ۔ په دغه صورت یکم ذي الحجه به د ګل په ورځ په18 مئي 2026 وي او اختر به په 27 مئي كېږي خو كه د 17 مئي په ماښام وريځ وه او سپوږمۍ ونه ليدلې شوه نو ذي القعدہ به د 30 ورځو پورا كولو نه پس وړومبۍ ذي الحجه د نهې په ورځ په 19 مئي وي۔







