د وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په برتانيه كښې د پاكستان قانوني او كاروباري ورورولۍ ته خطاب

اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ته لندن كښې مېشته پاکستاني نژاد د برتانيېوکيلانو، کاروباري شخصيات، شتمندو او د كميونټۍ استازو په اجتماع كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون او وېنا بلنه وركرې ده ۔ په دې ستوره كښې د قانون ورورولۍ، بزنس ايسوسي ايشنز اوشخصيات ګډون وكړو چا چې د پاكستان معاشي او نړيواله رسنه كښې د سمندرپورې پاکستانيانو …

اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ته لندن كښې مېشته پاکستاني نژاد د برتانيېوکيلانو، کاروباري شخصيات، شتمندو او د كميونټۍ استازو په اجتماع كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون او وېنا بلنه وركرې ده ۔ په دې ستوره كښې د قانون ورورولۍ، بزنس ايسوسي ايشنز اوشخصيات ګډون وكړو چا چې د پاكستان معاشي او نړيواله رسنه كښې د سمندرپورې پاکستانيانو د كردار په زيات شوې اهميت رڼا واچولې شوه ۔ خپله وېنا كښې وفاقي وزيرپاکستان كښې د قانوني ورورولۍ تاريخي او په علامتي اهميت رڼا اچولو سره ووئيل د پاكستان باني محمد علي جناح خپله يو نوموړے وكيل ٶ چا چې په لنکنزان كښې زده كړې او د دغې نه وروستو د اسلامي جمهوريه پاکستان د جوړولو هلو ځلو مشري كړې۔ ده ووئيل دا ورثه نن هم د قانوني پوهانو نوې كول ته د هېواد پرمختګ كښې د بامعني کردار لوبولو ترغيب وركوي۔ وفاقي وزير د ايسوسي ايشن چيئرمين او د برټش پاکستاني کونسل د مشرانو لخوا په تود هركلي او د پاکستان او برتانيه اړيكو ته ودې وركولو كښې په هلو ځلو د هغوي مننه وكړه۔

مزید خبریں