اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو مخنيوے وړومبۍ پام لرنه ګرځولو سره وئيلي دي د دې مرګوني رنځ هېواد څخه د بشپړه خاتمې عزم لرو، د سيسے(Lead) مخه نيول يو چېلنج دے٬ دې لپاره به هر ډول ممكن اقدامات كوٶ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د يونيسيف پلاوي سره په خبرو كښې وكړه٬ د پلاوي مشري پاكستان كښې د يونيسيف استازي پرنيل آئرنسائيډ كوله او سيسے …
د پوليو د مرګوني رنځ هېواد څخه د خاتمې عزم لرو، د سيسے مخه نيول يو چېلنج دے٬ دې لپاره به هر ډول ممكن اقدامات كوٶ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د يونيسيف پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو مخنيوے وړومبۍ پام لرنه ګرځولو سره وئيلي دي د دې مرګوني رنځ هېواد څخه د بشپړه خاتمې عزم لرو، د سيسے(Lead) مخه نيول يو چېلنج دے٬ دې لپاره به هر ډول ممكن اقدامات كوٶ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د يونيسيف پلاوي سره په خبرو كښې وكړه٬ د پلاوي مشري پاكستان كښې د يونيسيف استازي پرنيل آئرنسائيډ كوله او سيسے څخه بچ كېدو لپاره د جوړ كړي سيکرټريټ ډائريکټر عبدالله فاضل، د سټينفورډيونيورسټي سکول آف ميډيسن څخه جينا فارسيتھ اوټامس هرډپه پلاوي كښې شامل وو۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران احسن اقبال، مصطفي کمال او عائشه رضا فاروق سره سره اړوند لوړ پوري هم موجود وو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم پاكستان ته په راتګ د پلاوي هركلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د قام د بچو سباون خوندي كولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ ده ووئيل پاکستان څخه د پوليو خاتمه خپله وړومبۍ ترجيح ګڼو او ان شآء الله ډېر زر د دې مرګوني رنځ د هېواد څخه د خاتمې عزم لرو، د سيسے اثراتو په سبب په ماشومانو كښې د ذهني او جسماني ودې مسئلې راپېدا كېږي ٬ د دې مخه نيول يو لوي چېلنج دے كومې لپاره چې به هر ډول ممكن اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل حكومت د خپلو نړيوالو شراكتدارو په مرسته د سيسے د اثرات د مخې نيولو لپاره د اقدامات عزم لري۔ پلاوي د وزيراعظم مننه وكړه او په پاكستان كښې د خپلې اوسنۍ دورې په مهال د سروے نه يې وزيراعظم خبر كړو۔ پلاوي د وزيراعظم په مشرۍ كښې د موجوده حكومت لخوا ماشومان د پوليو پشمول د مرګوني رنځونو نه ساتلو لپاره اقدامات د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل په پاکستان كښې ماشومان د رنځونو نه ساتلو اود كوچنيانو ودې لپاره د خطرو مخه نيولو لپاره د اقدامات په مشاهده خوشحاله شوې يو۔ ګډون كوٶنكو دا رائے ولرله چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاکستان حكومت صحت، تعليم، د ځوانانو تربيې او د آئي ټي په څانګه كښې د قدر وړ اقدامات كوي۔ پلاوي وزيراعظم ته د سيسے په صحت د زيان مند اثرات په اړه بريفنګ وركړو او په پاكستان كښې د دې د خپرېدو سيمې يې په ګوته كړې ٬ ګډون كوٶنكو اولس د سيسے د زيانونو نه د خبرولو په اهميت هم زور راوړو۔







