د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ كښې د بينکنګ شخړو هواري او د معاشي كاركردګۍ په اړه مشاورتي غونډه

اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)چيف جسټس آف پاکستان د لاء اينډ جسټس کميشن آف پاکستان چيئرمېن په توګه د بينکنګ شخړو هواري او د معاشي كاركردګۍ په اړه د لوړې كچې مشاورتي غونډه مشري وكړه٬ د سپريم کورټپي آر او لخوا د جاري اعلاميه له مخې د غونډې مقصد د بېنكګ په څانګه كښې قانون سازي او د تګلارې موجوده خلاء رامخې ته كول او د دې موثره حل لپاره …

اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)چيف جسټس آف پاکستان د لاء اينډ جسټس کميشن آف پاکستان چيئرمېن په توګه د بينکنګ شخړو هواري او د معاشي كاركردګۍ په اړه د لوړې كچې مشاورتي غونډه مشري وكړه٬ د سپريم کورټپي آر او لخوا د جاري اعلاميه له مخې د غونډې مقصد د بېنكګ په څانګه كښې قانون سازي او د تګلارې موجوده خلاء رامخې ته كول او د دې موثره حل لپاره سفارشات جوړول دي۔ د اعلاميه له مخې د مشاورت بنيادي هدف د اوږدو قانوني لارو چارو له امله د رامخې ته شوي غېر يقيني صورتحال او شخړو په هواري كښې د تاخير خاتمه ده۔ په غونډه كښې د اېف بي ار د ټيکس لټيګيشن كښې د متبادل شخړو حل (اے ډي آر) کميټو کاميابۍ د يو ماډل په توګه په بېنكګ څانګه كښې په اختيارولو غور وشو۔ په دې لړ كښې په دې خبره سلا راغله چې يو داسې نظام دې وضع كړے شي كوم چې تند، دکم مصرف او د پيشګوئي قابل قانوني حل وركړي۔ په دې موقع چيف جسټس آف پاکستان بينکنګ لټيګيشن په مالياتي نظم و ضبط او د معاشي استحکام په لاره كښې لوي خنډ ګرځولو سره ټارګټډ قانوني اصلاحات او د مضبوط اداره جاتي فريم ورك په ضرورت زور راوړو۔ په غونډه كښې د سپريم کورټ ججز، د خزانې وفاقي وزير، اټارني جنرل او د قانون سيکرټري ګډون كولو او د دې نه علاوه د اېف بي آر چيئرمين، د ايس اي سي پي چيئرمين ،د بينکنګ محتسب او سټيټ بينك استازي هم موجود وو ٬ د پاکستان بينکس ايسوسي ايشن،د اېف پي سي سي آئي او د او آئي سي سي آئي قيادت هم په مشاورتي عمل كښې برخه واخسته۔ د اعلاميه له مخې پرېكړه وشوه چې لاء اينډ جسټس کميشن به ټولو تجويزونو ته د يو جامع اصلاحاتي فريم ورك شكل وركولو سره تکنيکي جانچ لپاره دپوهانو کميټۍ لېږي۔د حتمي سفارشاتمنظورۍ نه پس به پاليسي سازۍ لپاره د قانون و انصاف وزارت ته لېږلې شي٬ د اعلاميه له مخې دا مشاورتي عمل پاکستان كښې د بينکنګ شخړو حل موثره جوړولو او مجموعي معاشي نظم و نسق مضبوطو پلو يو مهم پېشرفت دے۔

مزید خبریں