اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)پاکستان د پهلګام پېښې د سپېځلو پلټنو وړاندېز سره د هر ډول اشتعال انګيزۍ سخت او پرېكنده ځواب وركولو لپاره د عزم پخلے كړے دے٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د آئي اېس پي آر ډي جي په 30م اپرېل كال 2025 د هند اشتعال انګيزۍ په صورت واضحه او په سپينو ټكو پېغام وركړے٬ ؤنائب وزيراعظم اسحاق ډار وئيليوٶ چې زمونږ وسله وال ځواكونه چمتو …
د وطن دفاع لپاره د پاکستان د سياسي وعسکري قيادت لخوا د غېر متزلزل عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)پاکستان د پهلګام پېښې د سپېځلو پلټنو وړاندېز سره د هر ډول اشتعال انګيزۍ سخت او پرېكنده ځواب وركولو لپاره د عزم پخلے كړے دے٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د آئي اېس پي آر ډي جي په 30م اپرېل كال 2025 د هند اشتعال انګيزۍ په صورت واضحه او په سپينو ټكو پېغام وركړے٬ ؤنائب وزيراعظم اسحاق ډار وئيليوٶ چې زمونږ وسله وال ځواكونه چمتو ولاړ دي او د قامي سلامتيا كمېتۍ غېر متزلزل عزم هم موجود دے٬ كه د هند لخوا د كوم ډول اشتعال انګيزۍ هڅه وشوه نو د دې ځواب به ډېر سخت او شديد وي٬ د هند لخوا د هر ډول مهم جوئۍ ځواب به پخپل وخت او د خپل ټاكلي ځاے تر مخه په موثر ډول او پرېكړه وركولې شي۔ د آئي ايس پي آر ډي جي هم په پرېس كنفرنس كښې واضحه او په سپينو ټكو موقف كښې وئيلي وٶ چې مونږ چمتو يو او مونږ په هر ډومېن كښې د هند په ټولو هلو ځلو كره نظر لرلے٬ د ترهګرۍ مخنيوي له ،غېر عسکري ميدان كښې ، انفارميشن آپريشن، فضا، زمكه او په سمندر هر ځاے ځوابي اقدامات نافذ العمل دي او زمونږ ځواب به ډېر موثر او پرېكنده وي٬ په هر ډول بې دليله يرغل زمونږ پېغام واضحه دے، “مونږ چمتو ولاړ يو زمونږ امتحان مه اخلې “۔ د نړيوالو پوهانو له مخې د الله پاكپه مرسته او نصرت، د پاکستاني اولس او پاك پوځ په غېر متزلزل عزم د هند كبر خاورې كړے شو ٬ د پاکستان سياسي و عسکري قيادتخپل عزم د ښې تګلارې له مخې رښتيا ثابت كړو او څه ئې چې وئيلي وو ھغه يې وكړل







