اسلام آباد۔30اپریل (اے پي پي ) په انګور اډہ د افغان طالبانو د يرغل زيانونو تفصیلات جاري كړې شوي، د افغان طالبانو اشتعال انګیزۍ څخه ګن كورونه ويجاړ ،د ماشومانو او مېرمنو بشمول 8 كسان ژوبل شول ۔ افغان طالبان رجیم يو وارې بيا د جنوبي وزیرستان په انګور اډہ كښې په سول آبادۍ بزدلانه بريد وكړو ، د سوئېلې وزیرستان په انګور اډہ په 26 او 29 اپریل افغان …
په انګور اډہ د افغان طالبانو په سول آبادۍ ډزو او ګولو ورولو څخه د ماشومانو او مېرمنو بشمول 8 كسان ژوبل، ګڼ كورونه ړنګ ، تفصيلات

مزید خبریں
اسلام آباد۔30اپریل (اے پي پي ) په انګور اډہ د افغان طالبانو د يرغل زيانونو تفصیلات جاري كړې شوي، د افغان طالبانو اشتعال انګیزۍ څخه ګن كورونه ويجاړ ،د ماشومانو او مېرمنو بشمول 8 كسان ژوبل شول ۔ افغان طالبان رجیم يو وارې بيا د جنوبي وزیرستان په انګور اډہ كښې په سول آبادۍ بزدلانه بريد وكړو ، د سوئېلې وزیرستان په انګور اډہ په 26 او 29 اپریل افغان طالبان په سول ودانۍ ډزې او او ګولې اوورولې۔ د كوز سوئېلې وزیرستان ډپټي كشمنر د افغان طالبان رجیم د ګولو ورولو څخه د شوو زيانونو تفصیلات جاري كړل ۔ ډپټي کمشنر ووئېل د افغان طالبان اشتعال انګیزۍ كښې ګڼ كورونه ړنګ، د ماشومانو او مېرمنو بشمول 8 كسان شدید ژوبل شول ، د افغان طالبانو د بريد ژوبل شوو كسانو ته د سمدستي طبي مرستې وركولو نه پس هغوي ډېره اسماعيل خان او پیښور ته منتقل کړے شول ۔ مقامي كسانو او قبائلي مشرانو د افغان طالبانو د بې دريغه يرغل غندنه وكړه ۔ د انګور اډې مقامي خلقو غوښتنه كړې ده چې د افغانستان نه ډزې او د ګولو ورؤنه دې سمدستي بنده كړې شي،افغان طالبان او د هغوي سره تړلي خوارج ترهه ګر د خپلو ناوړه عزائمو لپاره پرله پسې عام وګړي په نښه كوي ۔







