اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي)وفاقي وزيران عطاﺀ الله تارړ٬مصدق ملك او وزير مملكت وجيهه قمر د زيارت په ورځ د معركه حق كم عمره مجاهد ارتضٰی عباس شهيد ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره د هغه كور ته لاړل۔پلاوي د ارتضٰی عباس شهيد پلار ليفټيننټ كرنل ظهير عباس سره ملاقات وكړو او هغه سره يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔پلاوي د هندي جارحيت څخه شهيد شوي اووه كلنه ارتضٰی …
وفاقي وزيران د معركه حق كم عمره مجاهد ارتضٰی عباس شهيد ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره د هغه كور ته لاړل

مزید خبریں
اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي)وفاقي وزيران عطاﺀ الله تارړ٬مصدق ملك او وزير مملكت وجيهه قمر د زيارت په ورځ د معركه حق كم عمره مجاهد ارتضٰی عباس شهيد ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره د هغه كور ته لاړل۔پلاوي د ارتضٰی عباس شهيد پلار ليفټيننټ كرنل ظهير عباس سره ملاقات وكړو او هغه سره يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔پلاوي د هندي جارحيت څخه شهيد شوي اووه كلنه ارتضٰی عباس عزم و همت ته سلام وكړو۔د يادونې وړ ده د ارتضٰی عباس د شهادت په وخت د هغه پلار ليفټيننټ كرنل ظهير عباس په لائن آف كنټرول دښمن سره مقابله كوله٬د كم عمر زوي د شهادت باوجود ليفټيننټ كرنل ظهير عباس د فرض په ادا كولو كښې د جنګ په ډګر دښمن ته بشپړ ځواب وركولو۔په دې موقع په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئېل معركه حق كښې د جرات نشان كم عمره مجاهد ارتضٰی عباس شهادت د قام سر په وياړ سره هسك كړے۔د پاكستان سلامتيا او استحكام لپاره وركړی دا قرباني به تل ياد ساتلې شي۔ده ووئيل معركه حق كښې د پاك پوځ په قربانيو او د قام په دعاګانو سره د بريا نصيب شوې ٬ په دې د لوي څښتن بې حده شكر ګزار يوو٬ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك ووئېل د شهيدانو لازواله قربانو څخه د قام حوصلې لا قوي شوي٬عظيمو زامنو ته سلام كوو۔د تعليم او پيشه وره تربيت وزير مملكت وجيهه قمر په دې موقع په خبرو كښې ووئيل د شهيدانو قربانو له امله دا هېواد قائم دے٬د شهيدانو كورنۍ د زغم او استقامت علامتونه دي٬قام د دې جذبې قدر كوي۔په دې موقع د ارتضٰی عباس شهيد پلار د غمرازۍ لپاره د راغلې پلاوي مننه وكړه۔هغه ووئيل د قربانۍ جذبه زمونږ په رګونو كښې شامله ده٬ چې كله د قام ملاتړ وي نو پوځ هم دغسې كاميابۍ تر لاسه كوي۔







