اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاکستان د صحت او فارماسيوټيکل په څانګه كښې مهم سنګ ميل سر كړے٬ د ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان (DRAP) سينټرل ډرګز ليبارټرۍ ته د روغتيا نړيوالې ادارې (WHO) پري کواليفيکيشن ترلاسه كېدو سره به د هېواد د داروګانو معيار او نړيوال عزت زيات شي۔ د زيارت په ورځ پريس کنفرنس ته خپلې وېنا …
پاکستان د صحت او فارماسيوټيکل په څانګه كښې مهم سنګ ميل سر كړو۔ سيد مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاکستان د صحت او فارماسيوټيکل په څانګه كښې مهم سنګ ميل سر كړے٬ د ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان (DRAP) سينټرل ډرګز ليبارټرۍ ته د روغتيا نړيوالې ادارې (WHO) پري کواليفيکيشن ترلاسه كېدو سره به د هېواد د داروګانو معيار او نړيوال عزت زيات شي۔ د زيارت په ورځ پريس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دې سرټيفکيشن ترلاسه كېدو سره به د پاکستان د فارماسيوټيکل مصنوعات برآمدات لا وده ومومي٬ اوس به بهر هېوادونو كښې د پاكستان د داروګانو په ريګوليټري سکروټني كښې كمے راشي، چې په نتيجه كښې به ئې برامد كوونكي د كم دستاويزي تقاضو او آسان تجارتي عمل سره مخ شي۔ ده ووئيل دا پيشرفت پاکستان د روغتيا نړيوالې ادارې ليول تھري ريګوليټري سټيټس ترلاسه كولو ته نزدې كوي٬ دا مهال پاکستان د ډبليو ايچ او په ليول ټو كښې دے خو په راتلونكو شپږو اتو مياشتو كښې د لېول تهري ترلاسه كېدو هيله ده٬ د ليول تھري سټيټس ترلاسه كېدو نه پس د پاکستان د داروګانو په برامدات كښې زياتواے راتلے شي ٬ ده ووئېل په اوسني وخت كښې پاکستان نزدې 51 هېوادونو ته داروګان برامد كوي او د ليول تھري سرټيفکيشن نه پس دا شمېره تر 150 هېوادونو رسېدې شي٬ دا مهال نزدې 100 هېوادونو ته د پاکستان داروګانو رسنه يوازې د ريګوليټري تقاضو نه ترسره كېدو له امله ممكن نه ده ۔ ده ووئيل د پاكستان د داروګانو په معيار٬ پوهه او پېداواري صلاحيت كښې هېڅ كمے نشته خو د نړيوال سرټيفکيشن نشتوالے يو لوي خنډ ٶ كوم چې اوس په تندۍ سره لرې كېږي۔







