د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف نائب صدر سره ټېلي فوني تماس٬ په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډارد اروپائي ائتلاف نائب صدر او اعليٰ نمائنده کاجا کالس سره ټېلي فوني تماس نيولے٬ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې دوي د رامخې ته شوې سيمه ايز صورتحال پشمول د دې په اقتصادي او په پراخه اثرات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اروپائي ائتلاف نائب صدر …

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډارد اروپائي ائتلاف نائب صدر او اعليٰ نمائنده کاجا کالس سره ټېلي فوني تماس نيولے٬ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې دوي د رامخې ته شوې سيمه ايز صورتحال پشمول د دې په اقتصادي او په پراخه اثرات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اروپائي ائتلاف نائب صدر او اعليٰ نمائنده د سيمه ايز امن او استحکام په وده كښې د پاکستان د پرله پسې ګټور او د سهولت کارۍ د کردار ستائنه وكړه۔ نائب وزيراعظم په دې لړ كښې د خبرو اترو او د رابطو ودې لپاره د پاکستان د مستقل عزم پخلے وكړو۔ ده په اسلام آباد كښې د اروپائي ائتلاف -پاکستان بزنس فورم د كاميابۍ ستائنې كولو سره ووئيل دا فورم به همكاري قوي كولو او كاروباري موقعې راپېدا كولو كښې مهم كردار ولوبوي٬ دغسې دواړو مشرانو نزدې مرسته روانه ساتلو ته اتفاق وكړو۔

مزید خبریں