اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهبازشريف د هېواد بې وځله او مېنځنۍ طبقې ته خپل كور لپاره د " وزيراعظم اپنا ګھر سکيم" په رسمي توګه پېل كړو ٬ عامو وګړو ته د سر سېوري وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د سكيم له مخې به تر يو كروړ پور په آسانو شرطونو ترلاسه كېږي، په وړومبي كال د 50 زره كورونو هدف ټاكلے شوے ٬ په …
وزيراعظم شهبازشريف په رسمي توګه د “اپنا ګهر ” سكيم پېل كړو ٬ تر يو كروړه پور به په آسانو شرطونو ترلاسه كېږي، اطلاق به ئې په اسلام آباد، څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې وي

مزید خبریں
اسلام آباد30اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهبازشريف د هېواد بې وځله او مېنځنۍ طبقې ته خپل كور لپاره د ” وزيراعظم اپنا ګھر سکيم” په رسمي توګه پېل كړو ٬ عامو وګړو ته د سر سېوري وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د سكيم له مخې به تر يو كروړ پور په آسانو شرطونو ترلاسه كېږي، په وړومبي كال د 50 زره كورونو هدف ټاكلے شوے ٬ په راتلونكو څلورو كالو كښې به دا هدف د 5 لكه كورونو وي، تر لسو مرلو كورونه به پرې جوړېدې شي٬ دې لپاره د فنانسنګ حجم به 3.2کھرب روپۍ وي٬ د پور ستنولو موده به شل كاله وي ٬ په وړومبو لسو كالو كښې به سود 5 فيصده او په نورو لسو كالو كښې به مارك اپ د ماركيټ شرح له مخې وې، د سکيم اطلاق به د اسلام آباد پشمول په څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې وي٬وزيراعظم ووئېل تعميراتي څانګې څخه معيشت وده مومي٬ حكومت د برامد كوونكو ډاډګيرنه كوي٬ په سكيم د عملدرآمد جاج به هره مياشت پخپله اخلم ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د “وزيراعظم اپنا ګھر سکيم” د پېل كولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو ، پارلماني غړو او نورو مهمو شخصياتو ګډون كولو۔په دې موقع وزيراعظم د خپل كور سكيم له مخې پور ترلاسه كوٶنكو كاميابو كسانو له مباركي وركړه۔ ده ووئيل د ” وزيراعظم اپنا ګھر سکيم” اجرا په دستوره كښې ګډون زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده٬ اولس ته خپل كور وركول د هر حكومت او رياست بنيادي او مقدس فريضه ده، د پاکستان په 24 كروړه آبادۍ كښې زياتره خلق د خپل كور نه محروم دي٬ په دې لړ كښې نننۍ دستوره ډېره يادګاري ده، ده ووئېل د دې سكيم اجراء لپاره ډېره خواري شوې ده او يو شمېر مسئلې رامخې ته وې خو دا د نجي څانګې په مشاورت او د نورو اړوندو كسانو او چارواكو په مرسته حل كړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل يو زلمي ډرائيور غلام حسين له هم الله تعاليٰ د خپل كور جوړولو موقع وركړې ده او پور ورته ترلاسه شوے٬ په چيك ترلاسه كوٶنكو كښې د آزاد کشمير او خېبر پښتونخوا وګړي هم شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل د “ګھر هو تو اپنا” د ھغه سكيم تسلسل دے كوم چې ما په پنجاب كښې پېل كړے ٶ او د ھغې نامه مو اشيانه اېښودې وه او ھغه په موثره توګه پېل كړے شوے ٶ او په بېلو ځايونو كښې مې خپله د ھغې د بنياد تيګه اېښودې وه او د كور كنجيانې مو خلقو له وركړې وې۔ وزيراعظم ووئيل د دې سكيم له مخې د 50 زره كورونو هدف ڼاكلے شوے كومو لپاره چې 321 اربه روپۍ بېلې كړې شوي، په بشپړه مرسته او معاونت د خزانې د وفاقي وزير ٬ د هاٶسنګ وزير او د ستېټ بېنك د ګورنر مننه كوم٬ په راتلونكو څلورو كالو كښې به دا هدف د 5 لكه كورونو وي، تر لسو مرلو كورونه به پرې جوړېدې شي٬ ده ووئېل دې لپاره د فنانسنګ حجم به 3.2کھرب روپۍ وي۔ وزيراعظم ووئيل زه به پخپله هره مياشت د دې جاج اخلم دغسې چې كه چرته كوم خنډ وي چې ھغه لرې كړې شي او ادائيګۍ په وخت وي، د وزيراعظم “اپنا ګھر سکيم” له مخې پور ترلاسه كولو طريقه ډېره آسانه ده ٬د پور ستنولو موده به شل كاله وي ٬ په وړومبو لسو كالو كښې به سود 5 فيصد او په نورو لسو كالو كښې به مارك اپ د ماركيټ شرح له مخې وې، تر يو كروړه روپو پور به ترلاسه كېدے شي، زيات پورونه وركوٶنكو بېنكونو ته به په 14م اګست قامي ايوارډز وركولې شي او كوم بېنكونه چې په دې كښې بې غوري كوي ھغوي سره به كوم رعايت نه كېږي۔ وزيرعظم ووئيل په راتلونكي بجټ كښې به هم بېل سكيمونه شاملوٶ٬ ده ووئيل تعميراتي څانګې سره معيشت وده مومي او دې سره يو شمېر څانګې تړلې دي، دې سره زمونږ صنعت ترقي كولې شي او اولس ته د روزګار موقعې ترلاسه كېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د برآمد کوٶنكو ډاډګيرنه كوي٬ څو مياشتې وړاندې نوموړو برامد كوٶنكو ته ټرافۍ وركړې شوي او هغوي د هېواد عمومي سفيران ګرځولې شي او هغوي تره دوه كالو لپاره بليو پاسپورټس هم وركړې شوي ۔ دستورې ته د هاٶسنګ و تعميرات وزير رياض حسين پيرزاده ووېيل د يو كال سختې خوارې نه پس د ” وزيراعظم اپنا ګھر سکيم” اجراء كوٶ٬ د خپل كور جوړوٶنكو خواهش لرونكو كسانو لپاره دا د حكومت ډالۍ ده٬ د سکيم اجراء كښې د وزيراعظم خاص خوښي زمونږ لپاره د لارې مشال حېثيت لري ٬ ده ووئې د “وزيراعظم اپنا ګھر سکيم” په كاميابه اجراء زما د ډلې ستړې د ستائنې وړ ده، سکيم لپاره د نائب وزيراعظم او د خزانې وزير پشمول د كابينې د غړو بشپړه مرسته كړې ٬ د سکيم د لارې به اولس ته په عزت او محفوظ استوګنې ترلاسه شي۔ دستوره كښې د “وزيراعظم اپنا ګھر سکيم” رسمي اجراء وشوه٬ په دې موقع وزيراعظم د “اپنا ګھر سکيم” له مخې اهل كسانو له د بېلو بېنكونو چېكونه هم وركړل۔







