واشنګټن ۔30 اپرېل(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ د امريكائي كانګرېس خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن برائن ماسټ سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پاكستاني سفير په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل ملاقات ډېر په زړه پورې چاپېريال كښې وشو په كوم كښې چې د منځني ختيز په شمول سيمه كښې …
د پاكستاني سفير د امريكائي كانګرېس خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن سره ملاقات

مزید خبریں
واشنګټن ۔30 اپرېل(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ د امريكائي كانګرېس خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن برائن ماسټ سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پاكستاني سفير په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل ملاقات ډېر په زړه پورې چاپېريال كښې وشو په كوم كښې چې د منځني ختيز په شمول سيمه كښې امن لپاره د پاكستان كردار وستائلے شو۔ د ملاقات په مهال دواړو اړخونو په نړيوال او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شخړو حل لپاره يۍ مذاكراتو او سفارتكارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ پاكستاني سفير په دې موقع ووئيل چې پاكستان به مكالمې ته وده وركولو او امن په ځاې كولو له مثبت كردار ترسره كوي۔ دوي د پاكستان او امريكا ترمينځه اړيكې مضبوطولو له په يو ممكنه روډ مېپ هم غور وكرو او په بېلو څانګو كشی د همكارۍ زياتولو امكاناتو جاج يۍ واغست۔







