اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د خوږ هېواد دفاع، سلامتيا او استحکام لپاره قرباني وركوٶنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټول قام خپلو مېړنو ځوانانو ته سلام كوي چا چې د خپل ځان پرواه كولو نه غېر د هېواد دفاع ناقابلِ تسخير كړې ۔ د شورو په ورځ د شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې …
د پاکستان شهيدانو د ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او د بهرنيو خطرو په ضد د ځانګري جرات، عزم او قربانۍ څرګندونه كړې ۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د خوږ هېواد دفاع، سلامتيا او استحکام لپاره قرباني وركوٶنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټول قام خپلو مېړنو ځوانانو ته سلام كوي چا چې د خپل ځان پرواه كولو نه غېر د هېواد دفاع ناقابلِ تسخير كړې ۔ د شورو په ورځ د شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د پاکستان شهيدانو د ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او د بهرنيو خطرو په ضد د بې مثال جرات، عزم او قربانۍ څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د پاك پوځ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د قام د مشتركه قربانيو په سبب د هېواد دښمنه عناصرو ناپاكه عزائم خاورې كړې شوې چې په نتيجه كښې يې په هېواد كښې امن راغلے دے۔ سپيکر سردار اياز صادق ووېيل په دې وروستو كلونو كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو، پوليس، قانون نافذ كوٶنكو ادارو او عامو وګړو چې كومې قربانۍ وركړې ھغه د قامي تاريخ د نه هېرېدو وړ برخه ده۔







