اسلام آباد۔29اپریل (اے پي پي) وفاقي کابینې هېواد كښې د ویکسین جوړولو پالیسۍ ، د هېواد وړومبۍ نیشنل ایګریکلچر بائیو ټیکنالوجي پالیسۍ ، نیشنل سیډ پالیسۍ او د نیشنل سکلز ډویلپمنټ پالیسۍ منظورۍ وركړې دي ٬ دغسې وزیراعظم محمد شهباز شریف وفاقي کابینه په منځني ختيز كښې د تاو تريخوالي کمولو لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو په بابله په اعتماد كښې واغسته ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه …
وفاقي کابینې هېواد كښې د ویکسین جوړولو پالیسی، د هېواد د ورومبۍ نیشنل ایګریکلچر بائیو ټیکنالوجی پالیسۍ ، نیشنل سیډ پالیسۍ او د نیشنل سکلز ډویلپمنټ پالیسۍ منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔29اپریل (اے پي پي) وفاقي کابینې هېواد كښې د ویکسین جوړولو پالیسۍ ، د هېواد وړومبۍ نیشنل ایګریکلچر بائیو ټیکنالوجي پالیسۍ ، نیشنل سیډ پالیسۍ او د نیشنل سکلز ډویلپمنټ پالیسۍ منظورۍ وركړې دي ٬ دغسې وزیراعظم محمد شهباز شریف وفاقي کابینه په منځني ختيز كښې د تاو تريخوالي کمولو لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو په بابله په اعتماد كښې واغسته ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بيان تر مخه د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د وفاقي کابینې غونډه د شورو په ورح وشوه چې پكښې وزیراعظم د کابینې غړي د پاکستان د اړخه منځني ختيز كښې د روان تاو تريخوالي کمولو لپاره د سفارتي هلو ځلو نه خبر كړل ۔ وزیراعظم په نړيواله كچه د پټرولیم مصنوعات په بيعو كښې د بحران باوجود د اولس سهولت لپاره صورتحال په هر ممکن ښه ډول سنبھالولو د اطمینان څرګندونه وكړه۔ بیان تر مخه د وفاقي کابینې په غونډه كښې په ایجنډا موجود د بېلا ېبلو څانګو د پالیسیز هم منظورۍ وركرې شوې ۔ وفاقي کابینې په هېواد كښې د ویکسین جوړولو پالیسۍ منظوري وركړه ۔ په دې تناظر كښې د ډریپ تر سېوري لاندې د بيعو ټاكلو او معیار باوري كولو لپاره د خاص کمیټي جوړولو منظوري هم وركرې شوه ۔ د پالیسۍ مقصد د ویکسین په مد كښې درآمدات باندې انحصار کمول ، د قیمتي زرمبادله بچت او هېواد د ویکسین جوړولو په لړ كښې پخپل كور پورا كول دي۔ وفاقي کابینې وفاقي نظامت تعلیم كښې د ورځې په اجرت د خدمات تر سره كوونكو د ګریډ 1 نه تر 15 استاذانو په اړه د سپریم کورټ فیصلې په رڼا كښې د هغوي د اهلیت تر مخه د وفاقي نظامت تعلیمات وزټنګ فیکلټي ریګولیشنز 2025 مطابق د خدمات وزټنګ فیکلټي لپاره منظوري وركړه ۔ وفاقي کابینې به غونډه كښې د نیشنل سکلز ډویلپمنټ پالیسۍ هم منظوريوركرې شوه۔ د پالیسۍ تر مخه د هېواد صنعت و تجارت ضرویات او د جدید دور تقاضوں تر مخه د افرادي قوت د كار استعداد برابرولو له عملي اقدامات كول دي ۔ د هېواد څخه د بهر تلونكو پاکستانیانو لپاره د نړيوال معيار تربيت او سرټیفیکیشن لپاره خاص اقدامات هم د پالیسۍ برخه دي۔ وفاق او ټولې صوبې به په دې تناظر كښې په شرېكه مرسته كار كوي ۔ کابینې د هېواد د وړومبۍ نیشنل ایګریکلچر بائیو ټیکنالوجي پالیسۍ هم منظوري وركړه ٬ د كومې مقصد چې قامي غذائي تحفظ، زرعي پیداور زياتول او د زرعي څانګه كښې تحقیق و ترقي او موثر عمل درآمد باوري كول دي ۔ غونډه كښې د نیشنل سیډ پالیسي 2025 هم بھی اصولي منظوري وركرې شوه ۔ د پالیسۍ مقصد غذائی تحفظ او کرونده ګر اختیار منده جوړول دي۔د پالیسیۍ تر مخه به د 15 نه تر 20 فیصد زرعي پیداوار كښې زياتوالے او د نړيوال معیار سیډ کمپنیز سره شراکت دارۍ لپار اقدامات كولې شي ۔ دغسې غونډه كښې د نیپرا كلنه رپورټ 2025 او د سټیټ آف انډسټري رپورټ 2025 هم وړانددې كرے شو ۔ غونډه كښې د غريبۍ كمولو وفاقي وزیر عمران احمد شاہ د مور په مړينه لاس نيوه هم وكړې شوه







