غېر ملكي سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ډاكټر مصدق ملك

اسلام آباد 29اپرېل (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه تجارتي اړيكې لا قوي كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي غېر ملكي سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬معيشت مستحكم كولو لپاره برآمدات كښې زياتوالے ضروري دے ۔معيشت لوړې كچې ته رسولو لپاره به برآمدات زياتول وي٬بزنس ټو بزنس روابط ته …

اسلام آباد 29اپرېل (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه تجارتي اړيكې لا قوي كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي غېر ملكي سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬معيشت مستحكم كولو لپاره برآمدات كښې زياتوالے ضروري دے ۔معيشت لوړې كچې ته رسولو لپاره به برآمدات زياتول وي٬بزنس ټو بزنس روابط ته ودې وركولو لپاره به په ګډه اقدامات كول وي۔ده د شورو په ورځ پاك-اروپائي ائتلاف بزنس فورم دستورې ته خطاب كولو چرته چې هغه د بزنس ټو بزنس روابطو ودې لپاره د شريكو اقداماتو اهميت رامخې ته كړو۔د هغه وينا وه پاكستان كښې د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخا او زړه راښكونكې موقعې موجود دي كومو څخه چې نړيوال سرمايه كار ګټه پورته كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل چ اروپا د پاكستان يو مهم تجارتي او سټريټجكي شراكتدار دے او د دواړو ترمينځه تاريخي روابط موجود دي۔ده ووئيل د فورم بنيادي مقصد په نړيواله كچه د دولت تخليق دے د كوم بنياد چې پیداواريت٬جدت او د اوږدې مودې پرمختګ دے۔ده ووئيل د بيلو هېوادونو ترمينځه روابط څخه نه يوازې كاروبار او د ټېكنالوجي تبادله كيږي بلكې سوچ او طريقه كار هم منتقل كيږي كوم څخه چې نوي بزنس ماډلز او خيالات رامخې ته كيږي۔

مزید خبریں