حکومت په راتلونكو دريو كالو كښې فائبرائزيشن تر 60 فيصده زياتولو هدف لري۔ شزا فاطمه خواجه

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي حکومت په راتلونكو دريو كالو كښې فائبرائزيشن تر 60 فيصده زياتولو هدف لري، ډيجيټل کنکټيويټي ښه كول د "ډيجيټل نيشن پاکستان" وژن بنيادي برخه ده۔ د شورو په ورځ د اروپائي ائتلاف–پاکستان بزنس فورم 2026 كښې د ګډون په مهال دې ووئيل دا مهال يوازې 16 فيصد ټاورز فائبرائزډ دي٬ …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي حکومت په راتلونكو دريو كالو كښې فائبرائزيشن تر 60 فيصده زياتولو هدف لري، ډيجيټل کنکټيويټي ښه كول د “ډيجيټل نيشن پاکستان” وژن بنيادي برخه ده۔ د شورو په ورځ د اروپائي ائتلاف–پاکستان بزنس فورم 2026 كښې د ګډون په مهال دې ووئيل دا مهال يوازې 16 فيصد ټاورز فائبرائزډ دي٬ مونږ دا هدف لرو چې په راتلونكو دريو كالو كښې دا 60 ته ورسوٶ۔ دې ووئيل پاكستان په كورنۍ كچه فائبر کنکټيويټي هم زياتولو لپاره كار كوي چرته چې فائبرائزډ هوم پاسز د موجوده 20 نه تر 30 لکه نه په زياتولو به راتلونكو دوو كالو كښې د لږ نه لږ يو كروړ ته د رسولو منصوبه لرو۔ دې ووئيل دا هدفونه د پاکستان د پراخه قامي فائبرائزيشن د تګلارې برخه ده چې مقصد ئې کنکټيويټي مضبوطول، براډ بينډ رسنې ته پراختيا وركول او په بېلو څانګو كحې ډيجيټل بدلون ممكن كول دي۔ په دې موقع وفاقي وزېرې ووئيل د اروپائي ائتلاف–پاکستان بزنس فورم د ډيجيټل څانګه كښې د پاکستان او اروپا ترمېنځه د زياتېدونكې مرستې عكاسي كوي ٬ دې اروپائي كمپنو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه هم وركړه

مزید خبریں