د وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د نيشنل ويټ اوور سائټ کميټۍ يوولسمه غونډه

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د نيشنل ويټ اوور سائټ کميټۍ د لوړې كچې يوولسمه غونډه شوې چې پكښې ګرد هېواد كښې د غنمو د اغستو كمپائن، په لو كښې د پېشرفت او په ماركيټ كښې د رائج بيعې جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د وزارت لوړو پورو ٬ د زراعت د صوبائي …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د نيشنل ويټ اوور سائټ کميټۍ د لوړې كچې يوولسمه غونډه شوې چې پكښې ګرد هېواد كښې د غنمو د اغستو كمپائن، په لو كښې د پېشرفت او په ماركيټ كښې د رائج بيعې جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د وزارت لوړو پورو ٬ د زراعت د صوبائي محكمې استازو، د پاسکو او نورو اړوند شراكتدارو ګډون وكړو ٬ د غنمو فصل د مجموعي صورتحال، د پرچېز هدفونو او د سپلائي چېن د نظام په تفصيل سره جاج واخستلے شو۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد په ماركيټ كښې د غمنو بيعه د نړيوالو رجحاناتو له مخې ده كومه چې د من په سر د 3500 او 4000 ترمېنځه ده كومې څخه چې كروندګرو ته مناسب معاوضه ترلاسه كېږي او صارفين لپاره هم بيعه د برداشت وړ وي۔ وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت د كروندګرو د ګتې تحفظ لپاره منصفانه بيعې او د سموت پرچېزنګ نظام باوري كوي۔ رانا تنوير حسين د غنمو په موجوده پانګو د اطمينان څرګندونې كولو سره باور وركړو چې په هېواد كښې ځائي ضرورتونه ترسره كولو لپاره په لويه كچه غنم موجود دي۔ رانا تنوير حسين د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت به قامي غذائي تحفظ باوري كولو، د كروندګرو د ګتې تحفظ او د غنمو ماركيټ مستحكم ساتلو لپاره هر ډول ممكن اقدامات روان ساتي

مزید خبریں