د اېچ بي اېل پي اېس اېل 11 م پراؤ وروستو مقابلو لپاره قذافي سټېډيم يو وارې بيا په مينه والو آباد شو

لاهور۔29 اپرېل(اے پی پی) د اېچ بي اېل پي اېس اېل 11 م پراؤ وروستو مقابلو لپاره قذافي سټېډيم يو وارې بيا په مينه والو آباد شو چرته چې پاتې درې مهمو مقابلو لپاره جوش او جذبه بام ته رسېدلے دے۔ د ټورنامنټ ددې پړاؤ پېل به نن د ملتان سلطانز او کراچی کنګز ترمينځه مېچ سره كيږي۔ دا مقابله دواړو لپاره پرېكنده حېثيت لري ولې چې ماتې خوړونكې ډله …

لاهور۔29 اپرېل(اے پی پی) د اېچ بي اېل پي اېس اېل 11 م پراؤ وروستو مقابلو لپاره قذافي سټېډيم يو وارې بيا په مينه والو آباد شو چرته چې پاتې درې مهمو مقابلو لپاره جوش او جذبه بام ته رسېدلے دے۔ د ټورنامنټ ددې پړاؤ پېل به نن د ملتان سلطانز او کراچی کنګز ترمينځه مېچ سره كيږي۔ دا مقابله دواړو لپاره پرېكنده حېثيت لري ولې چې ماتې خوړونكې ډله به ايونټ څخه بهر كيږي۔ د پاتې درې مقابلو ټكټونو خرڅولو عمل زور او شور سره روان دے او دې لپاره په لاهور كښې د ټي سي اېس 18 مركزونه جوړ كړې شوي دي چرته چې مينه وال ټكټ ترلاسه كولې شي