د سکردو انټرنېشنل ایئرپورټ اپ ګرېډېشن له تيار كړے شوے نوے ماسټر پلان به سېلګرۍ ته وده وركولو كښې مرستيال ثابت شي: پي ټي ډي سي

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د سکردو انټرنېشنل ایئرپورټ اپ ګرېډېشن لپاره تيار كړے شوے ماسټر پلان به سيمه ايز تړون ته وده وركولو ٬ اقتصادي پرمختګ او ګلګت بلتستان د سېلګرۍ مركزونو لپاره د مهمې سترې دروازې په توګه رامخې ته كولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ د پي ټي ډي سي يو عهدېدار اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل دا ماسټر پلان ګلګت بلتستان د سېلګرۍ او تجارت …

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د سکردو انټرنېشنل ایئرپورټ اپ ګرېډېشن لپاره تيار كړے شوے ماسټر پلان به سيمه ايز تړون ته وده وركولو ٬ اقتصادي پرمختګ او ګلګت بلتستان د سېلګرۍ مركزونو لپاره د مهمې سترې دروازې په توګه رامخې ته كولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ د پي ټي ډي سي يو عهدېدار اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل دا ماسټر پلان ګلګت بلتستان د سېلګرۍ او تجارت يو مهم مركز جوړولو پلو عملي پېشرفت دے۔ هيله ده چې دې اقدام سره به د راتلونكو سېلګرو شمېره زياته شي۔ پاکستان ایئرپورټس اتھارټی په جون 2025 كښې دا منصوبه په باضابطه توګه پېل كړې وه۔ د عهدېدار له مخې دا منصوبه د يوې پراخا تګلارې برخه ده چې مقصد يۍ سيمې ايزې رابطې زياتول ٬ معاشي هلو ځلو ته وده وركول او سكردو د پاكستان زړه راكښونكې ښكلې سيمو لپاره مركزي دروازه جوړول دي۔ ده ووئيل د منصوبې له بشپړ كېدو وروستو به اپ ګرېډ شوې ایئرپورټ په ځائي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړي٬ سېلګرۍ سره اړوند كاروبار به وده ومومي ٬ رسنه به ښه شي او په منطقه كښی به د تجارت او سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته شي

مزید خبریں