وفاقي وزير عبدالعليم خان د رېلوے وفاقي وزير سره وليدل

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د شورو په ورځ د رېلوے وزارت دوره كښې د رېلوے وزير محمد حنيف عباسي سره وليدل ٬ د ملاقات په مهال د ريلوے او مواصلات په څانګه كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو ٬ د هېواد د ټرانسپورټ نظام كښې ښه والي او په بېلو اصلاحاتي اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا خبره د رېلوے وزارت …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د شورو په ورځ د رېلوے وزارت دوره كښې د رېلوے وزير محمد حنيف عباسي سره وليدل ٬ د ملاقات په مهال د ريلوے او مواصلات په څانګه كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو ٬ د هېواد د ټرانسپورټ نظام كښې ښه والي او په بېلو اصلاحاتي اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا خبره د رېلوے وزارت وياند لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ په دې موقع وفاقي وزير عبدالعليم خان په رېلوے كښې د شوو انقلابي اقداماتو ستائنې كولو سره ووئيل د تړانسپورټ جديد او كوټلے نظام د هېواد پرمختګ لپاره ضروري دے۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د هېواد په مجموعي سياسي او معاشي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولو سره په نړيوال تناظر كښې د پاكستان په اهميت، کردار او په منطقه كښې د هېواد په تزويراتي حيثيت هم خبرې وكړې۔