مېنځني ختيز كښې د سولې هلې حلې روانې دي ٬ جنګ څخه د معاش ښه والي هڅو ته سخت زيان رسېدلے٬ د مشكل وخت څخه به په كاميابۍ رابهر كېږو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې غونډې ته وېنا

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان په مېنځني ختيز كښې جنګ بندۍ او امن لپاره پرله پسې هلې ځلې كړي او كومې چې "هنوز" روانې دي ، د جنګ له امله زمونږ د معاشي پرمختګ سفر اودرېدلېے٬ د پټروليم بيعه آسمان سره خبرې كوي٬ مسئلې لكه د غر ولاړې دي ٬ خو د مشكل وخت نه به په كاميابۍ رابهر كېږو٬ د …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان په مېنځني ختيز كښې جنګ بندۍ او امن لپاره پرله پسې هلې ځلې كړي او كومې چې “هنوز” روانې دي ، د جنګ له امله زمونږ د معاشي پرمختګ سفر اودرېدلېے٬ د پټروليم بيعه آسمان سره خبرې كوي٬ مسئلې لكه د غر ولاړې دي ٬ خو د مشكل وخت نه به په كاميابۍ رابهر كېږو٬ د سعودي عرب په مرسته مو د 3.5 اربه ډالرو بهرنے پور ستون كړو ٬ د كفايت شعارۍ اقدامات به روان وي۔ د شورو په ورځ د وفاقي کابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم د کابينې غړي په صورتحال باور كښې اغستو سره ووئيل په دې وروستو اوونيو كښې مهمې پېښې رامخې ته شوې٬ د امريکې او ايران ترمېنځه پاكستان چې د خبرو اترو كومه اوږده سلسله د اپرېل په 11مه نيټه د شپې پېل كړې وه ھغه 21 ساعته اوږده وه٬ دا ميرا تھن سيشن ؤ كوم لپاره چې بلها هڅې شوي، فيلډ مارشل سيد عاصم منير په همت نه بېللو شپه او ورځ خپلې سټرې وكړې٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار هم بهرنيو خارجه وزيرانو سره مصروف ٶ، زمونږ د زياتو هلو ځلو په سبب په جنګ بندۍ كښې پراختيا وشوه كومه چې “هنوز” روانه ده۔ وزيراعظم ووئيل په دې موقع د ايران خارجه وزير عباس عراقچي هم خپلې ډلې سره راغلو٬ ھغوي سره هم ميرا تھن سيشن وشو٬ د خالي په ورځ ئې ما سره هم ملاقات وكړو٬ په دوه ساعت په اوږد ملاقات كښې ډېرې خبرې وشوې٬ داخله وزير هم په دې لړ كښې مهم كردار لرلو٬ د ايران خارجه وزير بيا عمان ته هم تللے ؤ او بېرته بيا پاكستان ته راغلو او بيا د دلته نه روسيه ته لاړو٬ده ووئېل ھغه سره جې زمونږ په فون خبرې وشوې نو ھغه ووئېل زه په اخلاص سره ملاقاتونه كوم او په مشوره كولو به ځواب دركوم۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال د خام تيلو بېيعه د آسمان سره خبرې كوي٬ مونږ له هم د نوې بيعې تعين كول دي٬ ډېر چيلنجنګ صورتحال سره مخ يوو خو اجتماعي بصيرت او په هلو ځلو به په دې صورتحال قابو موندلو كښې كامياب شوو ۔ ده د پټروليم وزير د كاركردګۍ ستائنې سره ووئيل زمونږ د اقداماتو په سبب پاكستان كښې د منطقې د نورو هېوادونو په مقابل كښې صورتحال د د ډاډ وړ ٶ دے او چرته هم قطارونه نه دي جوړ شوي ۔ وزيراعظم ووئيل صورتحال داسې دے چې د جنګ نه يوه اوونۍ وړاندې د پټروليم بل 300 ملين ډالره ٶ ٬ نن 800 ملين ډالرو ته رسېدلے دے، حکومت د کفايت شعارۍ او د بچت لپاره هڅې كوي چې ورله ټاسك فورس هم جوړ شوے ٬ كوم چې د صورتحال په غور سره جاج اخلي٬ ده وووئېل د حكومتي اقداماتو په سبب په كهپت كښې ښكاره كمے راغلے ۔ وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن په مهربانۍ سره د پاکستان معيشت په ميکرو ليول پخپلو پښو اودرېدو او ګروتھ پلو روان ٶ خو جنګ زيات وځپلو او معاشي بهترۍ لپاره زمونږ د دوو كالو اجتماعي هلو ځلو ته سخت زيان ورسېد٬ خو دا هر څه زمونږ د اختيار نه بهر ٶ۔ وزيراعظم ووئېل لاس په دعا يو چې جنګ مستقل بند او امن راشي دغسې چې زمونږ د پرمختګ او سوكالۍ سفر بيا روان شي۔ وزيراعظم کابينې ته ووئيل پاکستان د 3.5 اربه ډالرو بهرنۍ قرض وركړے دے ٬ فيډرل ريزروز هم په خپل ځاے دي٬ دې لپاره مونږ د سعودي عرب د باچا سلمان بن عبد العزيز السعود او ولي عهد و وزير اعظم محمد بن سلمان مننه كوٶ چا چې زمونږ مسئله په سمدستي توګه حل كړه۔ وزيراعظم ووئيل مسئلې لكه د غر زمونږ په وړاندې ولاړې دي خو زر به حل شي٬ امن لپاره هڅې هنوز روانې دي، دې كښې به كمې نه راځي او په كلك همت به محنت روان ساتل وي٬ ده ووئېل زمونږ د هلو ځلو بهتر نتيجې رامخې ته شوي دي ۔ وزيراعظم ووئيل د نجكارۍ سلاحكار ما ته وئيلي دي چې د پي آئي اے نجكارۍ سره به په قامي خزانه بار نه پرېوځي۔ وزيراعظم صوبو سره روابطې لپاره جوړې كړې كمېټۍ ته امر وكړو چې کفايت شعاري او اولس ته ريليف لپاره اقدامات او سبسډي روانه ساتلو لپاره خبرې وكړي٬ د پبلك ټرانسپورټ او موټر بائيکس لرونكو خيال دې وساتلے شي٬ اولس سره چې كوم لوظونه شوې ھغه دې ترسره كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل سخت وخت به تير شي٬ كوم قامونه چې په محنت او يووالي كار كوي ھغوي ژوندي پاتې كېږي

مزید خبریں