د پاكستان حکومت د كلتوري ورثې تحفظ لپاره مهمه كاميابي ترلاسه كړه ٬ د كېلاش وادي د يونېسكو په نړيوالې كلتورې ورثه كښې شامل شوه

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د خپلې پخوانۍ او ځانګړې كلتوري ورثې تحفظ او په نړيواله كچه رامخې ته كولو پلو يو مهم سنګ ميل سر كړے٬ چرته چې د خېبر پښتونخوا تاريخي كيلاش وداي يونېسكو د نړيوالې كلتوري ورثې په فهرست كښې شامل كړې ده٬ چارواكو له مخې دا پېشرفت د پاكستان حكومت د پرله پسې هلو ځلو څرګندودنه كوي چې د هېواد تهذيب٬ كلتور او …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د خپلې پخوانۍ او ځانګړې كلتوري ورثې تحفظ او په نړيواله كچه رامخې ته كولو پلو يو مهم سنګ ميل سر كړے٬ چرته چې د خېبر پښتونخوا تاريخي كيلاش وداي يونېسكو د نړيوالې كلتوري ورثې په فهرست كښې شامل كړې ده٬ چارواكو له مخې دا پېشرفت د پاكستان حكومت د پرله پسې هلو ځلو څرګندودنه كوي چې د هېواد تهذيب٬ كلتور او تاريخي شناخت په نړيواله كچه معارفي كولو لپاره روانې دي٬ د کيلاش ويلي كلتوري منظرنامه په غېر معمولي توګه د محفوظ زړې ټولنې عكاسي كوي چرته چې په پېړيو پخواني دودونه٬ مذهبي رسمونه٬ ژبه٬ موسيقي٬ ګډا او د ژوند طرز نن هم په اصل شكل كښې موجود دے٬ د كېلاش وادي د خېبرپښتونخوا د کوه هندوکش په لرې پرتو بمبوريت، رمبور او برير كښې پرته ده او ځائي كېلاش ټولنه د خپل جلا كلتوري شناخت په سبب ګردې نړه كښې ځانګړے مقام لري٬ د پوهانو له مخې د كېلاش ځانګړې جغرافيه او سخت غرئيز ماحول د دې كلتور په تحفظ كښې مركزي كردار لوبوي چې په سبب ئې ځائي تهذيبي دود دستور د بهرنو اثرات څخه تر ډېره حده محفوظ پاتې دے او هم دا انفراديت دا د نړيوال كلتوري اهميت وړ ګرځوي٬ كلتوري پوهانو او سماجي حلقه جات د كېلاش وادي د يونېسكو د نړيوالې ورثې په فهرست كښې شاملول پاكستان لپاره يو لويه سفارتي، كلتوري او سياحتي کاميابي ګرځولې ده

مزید خبریں