د اے پي پي په مېګا کرپشن کيس كښې نيولے شوے مركزي ملزم د دوو ورځو په جسماني ريمانډ اېف آئي اے ته وسپارلے شو

اسلام آباد 29 اپریل (اے پی پی) سول جج جوډیشل مجسټریټ احمد شهزاد ګوندل د اے پي پي په مېګا کرپشن کيس كښې نيولے شوے مركزي ملزم معظم جاويد کھوکھر د دوو ورځو په جسماني ريمانډ اېف آئي اے ته وسپارلو او د جمعې په ورځ يې بيا د حاضرولو امر وكړو۔ د شورو په ورځ د سماعت په مهال د ايف آئي اے چارواكو په عدالت كښې موقف اختيار …

اسلام آباد 29 اپریل (اے پی پی) سول جج جوډیشل مجسټریټ احمد شهزاد ګوندل د اے پي پي په مېګا کرپشن کيس كښې نيولے شوے مركزي ملزم معظم جاويد کھوکھر د دوو ورځو په جسماني ريمانډ اېف آئي اے ته وسپارلو او د جمعې په ورځ يې بيا د حاضرولو امر وكړو۔ د شورو په ورځ د سماعت په مهال د ايف آئي اے چارواكو په عدالت كښې موقف اختيار كړو چې تورن څخه نور تفتيش پكار دے ٬ دې لپاره دې د اوو ورځو ريمانډ اجازه راكړې شي۔ د اېف آئي اے او د اے پي پي د وكيل دلائل اورېدو نه پس عدالت د ايف آئي اے درخواست منظورولو سره د تورن د دوو ورځو په جسماني ريمانډ اېف آئي اے ته وسپارلو او دا امر ئې وكړو چې د بل سماعت په مهال تورن حاضر كړئ۔ د يادونې وړ ده د تېر سماعت په مهال سپيشل جج سينټرل همايوں دلاور د تورن معظم جاويد کھوکھر د ضمانت درخواست مسترد كړے ٶ او د دې نه پس اېف آئي اے تورن د عدالت څخه ګرفتار كړے ٶ٬ په دې كېس كښې نامزد يو شمېر ملزمان د وړاندې نه په د اډياله زندان پكښې بنديوان دي

مزید خبریں