وزيراعظم شهباز شريف سره د وفاقي وزير سيد مصطفی كمال او خاص مرستيال هارون اختر خان ملاقات

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفی کمال او صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير وزيراعظم خپل وزارت كښې روانو منصوبو او د رنځونو مخنيوي لپاره پورته كېدونكو ګامونو څخه خبر كړو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال هارون …

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفی کمال او صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير وزيراعظم خپل وزارت كښې روانو منصوبو او د رنځونو مخنيوي لپاره پورته كېدونكو ګامونو څخه خبر كړو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان هم وزيراعظم ته د خپل وزارت اړوندو چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په نورو چارو هم خبرې وشوې۔ په دې مهال د روغتيا سېكرټري اسلم غوري هم موجود و۔

مزید خبریں